Asset 1SWN

د راتلونکي کانکور ازموینه کې د نجونو د نه ګډون په اړه د ښځینه ښوونکو اندېښنې

IMG-20221108-WA0033

هرات کې یوشمېر ښځینه‌ ښوونکو نن په دغه ولایت کې د سږني کانکور ازموینه کې د بریالي شویو زده‌کوونکو په ستاینغونډه کې ټینګار وکړ چې د نجونو پر مخ باید ښوونځي پرانېستل شي. دا غونډه د هرات د پوهنې ریاست له لوري جوړې شوې وه.

دوی د دې غونډې په څنډه کې وویل، که له شپږم ټولګي نه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې خلاصې نه‌شي، راتلونکي کال کې به د کانکور ازموینه له نجونو پرته واخیستل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یوه ښوونکې طیبه رستمي وايي، که د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو تړل نه یوازې د هغوی پر اروا ناوړه اغېز کوي، بلکې د نجونو پر راتلونکې به دومره ناوړه اغېزې وکړي چې بیا به یې نه‌شي جبرانولی.

هغه وايي: «روښانه ده چې د هېواد راتلونکې په نجونو پورې تړلې. د هر هېواد نوی نسل، په تېره نجونې یې زده‌کړو ته لاسرسی ونه لري، روښانه راتلونکې به ونه لري. یوه مور باید لوړې زده‌کړې ولري، څو ټولنې ته د پوهې په ګاڼه سمبال بچیان وړاندې کړي.»

هرات کې یوه بله ښوونکې مرضیه د اسلامي امارت له لوري د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل کېدل پر نجونو، د هغوی پر کورنیو او نورو ښځو ناوړه اروايي اغېزې ښندي.

دغو ښوونکو له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي او د هغوی له راتلونکې سره لوبې ونه کړي.

په همدې حال کې یوشمېر هغه کورنۍ چې بچیان یې د سږ کال کانکور ازموینه کې پوهنتونونو ته بریالي شوي، هم د نجونو ښوونځیو پر پرانېستل کېدو ټینګار کوي او وايي، باید لوڼو ته یې د ښوونځي د تګ اجازه ورکړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

الهام نبي‌زاده چې په سږني کانکور ازموینه کې د نجونو په منځ کې یې لومړی ځای خپل کړی وايي، د ښوونځیو د تړلیو دروازو شا ته د نجونو درېدل ښه کار نه دی او نجونې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي چې اسلامي امارت باید د زده‌کړو حق ترې وا‌نه‌خلي.

اغلې الهام هم له اسلامي امارت څخه غواړي چې ژرترژره د نجونو پر مخ ښوونځي پرانېزي، څو د راتلونکي کال د کانکور ازموینه له دوی پرته تېره نه‌شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام