له زده‌کړو د نجونو د محرومیت دوام؛ افغانان لا هم د ښوونځیو پرانېستل کېدو ته سترګې پر لاره دي

له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازو پرانېستل کېدل او د میلیونونو افغان نجونو د محرومیت پای ته رسېدل له سرپرست حکومت څخه د افغانانو تر ټولو مهمه غوښتنه ده، خو ا.ا د خلکو او نړیوالې ټولنې د غوښتنو پر خلاف د هغوی پر مخ د ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي.

نېډ پرایس: افغانستان هر کال د ښځو محرومیت له امله یو میلیارډ ډالر له لاسه ورکوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د اسلامي امارت له لوري د نجونو د لوړو زده‌کړو ځنډېدو ته غبرګون ښودلی او دغه پرېکړه یې غندلې ده. نېډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې دغه پرېکړه به اسلامي امارت ته مهم پیغامونه ولري او له نړیوالې ټولنې به یې لرې کړي.