Asset 1SWN

له زده‌کړو د نجونو د محرومیت دوام؛ افغانان لا هم د ښوونځیو پرانېستل کېدو ته سترګې پر لاره دي

students-3333-q3xq1vd6oogq06le15u7bnqwtmszc73f2jrtrpv8ug

له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازو پرانېستل کېدل او د میلیونونو افغان نجونو د محرومیت پای ته رسېدل له سرپرست حکومت څخه د افغانانو تر ټولو مهمه غوښتنه ده، خو ا.ا د خلکو او نړیوالې ټولنې د غوښتنو پر خلاف د هغوی پر مخ د ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي.

که څه هم افغانان هره ورځ له ا.ا څخه غواړي چې د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي بندیزونه لرې کړي، خو سرپرست حکومت تر اوسه دغو غوښتنو ته هېڅ مثبت ځواب نه‌دی ورکړی. بله‌خوا په دې وروستیو کې د ا.ا چارواکي ځینو ولایتونو ته د سفرونو پر مهال د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانېستل کېدو په تړاو د خلکو له غوښتنو سره هم مخامخ شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

څه موده مخکې په هرات کې یوه فرهنګي فعال د نورو هراتیانو په استازولۍ د ا.ا له ویاند ذبېح‌الله مجاهد څخه چې دغه ولایت ته یې سفر کړی و، مخامخ وغوښتل، څو د نجونو پر مخ ښوونځي پرانېزي. پرون یوه بل فعال په ننګرهار کې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج‌الدین حقاني څخه هم ورته غوښتنه وشوه.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د دې غوښتنې په ځواب کې وویل چې هغه به د اسلامي امارت له مشرتابه سره شریکه کړي. سراج‌الدین حقاني تر دې مخکې په خوست کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي و چې د نجونو ښوونځیو د پرانېستل کېدو هڅې روانې دي. د اسلامي امارت ویندویان بیا له شپږم ټولګي څخه د نجونو ښوونځیو د پرانېستل کېدو په اړه هېڅ ډول نظر شریکولو ته تیار نه‌دي.

د ښځو حقونو فعاله حسنا رووفي بیا وايي چې اسلامي امارت نه یوازې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې نه کړې، بلکې وخت په وخت یې پر افغان ښځو نور محدودیتونه هم ولګول. هغه زیاتوي: «موږ شاهدان وو، کله به چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانېستل کېدو غوښتنه کېده، ومو لیدل چې پوهنتونونه یې هم وتړل شول. کله چې د پوهنتونونو د پرانېستل کېدو تمه کېده، ښځې په موسسو کې له کار کولو را وګرځول شوې. له بده مرغه د هر محدودیت له لګولو وروسته شایعات خپرېږي چې د نجونو ښوونځیو پر پرانېستل کېدو کار روان دی، خو ټول شایعات دي.»

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) تازه ویلي چې اوس د افغانستان په ګډون، په نړۍ کې ۱۱۸ میلیونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي. افغانستان بیا هغه یوازینی هېواد دی چې په بشپړه توګه په‌کې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

څومره چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې پاتې کېږي، همدومره یې د راتلونکې په اړه اندېښنې زیاتېږي. د ښځو حقونو یوه بله فعاله سوسن خالقیار وايي: «هغه چې اسلامي امارت یې ژمنه کوي، له هغه سره توپیر لري چې عمل پرې کوي. هېڅکله یې خپلې خبرې نه‌دي عملي کړي او هره ورځ پر ښځو محدودیتونه زیاتېږي. دغه وضعیت به د ښځو او نجونو راتلونکې نوره هم د اندېښنې وړ وګرځوي.»

اسلامي امارت په لومړیو کې ویلي و چې د نجونو ښوونځیو پر ښوونیز نصاب کار روان دی او همدا یې پر مخ د ښوونځیو تړل کېدو لامل دی، خو د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم دغه کار پای ته نه‌دی رسېدلی او میلیونونه افغان نجونې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام