له یوه کاله ډېره موده وشوه چې اسلامي امارت یو ځل بیا افغانستان کې واک ته رسېدلی، خو لا یې هم د ګڼ‌شمېر نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې دي. اسلامي امارت تر اوسه هېواد کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځي نه‌دي پرانېستي.

د کابل یوه اوسېدونکې شریفه چې د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې ده وايي، د ښوونځیو په تړل کېدو سره یې د روښانه راتلونکې لرلو هیلې له لاسه ورکړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه چې پوره ۴۰۰ ورځې یې د ښوونځي پرانېستل کېدو ته انتظار اېستلی وايي، هغه علاقه‌مندي یې چې مخکې لرله، اوس نه‌ده ور پاتې او ان په کورس کې هم زده‌کړو ته زړه نه ښه کوي. شریفه وايي، غوښتل یې چې د کانکور ازموینه کې ګډون وکړي او ډاکټره شي، خو اوس یې ترې لاس مینځلي دي.

د لسم ټولګي یوه زده‌کوونکې شکریه بیا وايي چې د ښوونځیو د تړل کېدو بهیر دوام د دې په ګډون، ګڼ‌شمېر افغان نجونې خپلې ښې راتلونکې ته ناهیلې کړې دي.

هغه زیاتوي: «رښتیا مو دا حق نه و چې موږ له ښوونځي بې‌برخې کړي. افغانستان پوهې او زده‌کړو ته اړتیا لري، خو له بده مرغه دولت د خپلې پالیسي پر بنسټ، موږ له ښوونځي بې‌برخې کړې یوو.»

په همدې حال کې پر بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو برخې مشرې هیډر بار هم سلام‌وطندار سره په مرکه کې ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودو د ناوړه پایلو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

هغه په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې پر کړنلارې هم نیوکه کوي او وايي: «نړیواله ټولنه ولې دې ستونزې ته لومړیتوب نه ورکوي؟ څنګه شونې ده چې په ۲۰۲۲ کال کې دې داسې پېښه وشي او نړۍ دې د خبرپاڼو له خپرولو او اندېښنو څرګندولو پرته نور څه نه کوي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که څه هم د اسلامي امارت چارواکو تل له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانېستل کېدو برخه کې د طرحې جوړېدو خبره کړې، خو تر اوسه نه یوازې یاده طرحه نه‌ده جوړه شوې، بلکې جزیات یې هم له خلکو سره نه‌دي شریک شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام