۴۰۰ ورځې انتظار؛ افغان نجونې: د ښې راتلونکې هیلې مو له لاسه ورکړي

له یوه کاله ډېره موده وشوه چې اسلامي امارت افغانستان کې واک ته رسېدلی، خو لا یې هم د ګڼ‌شمېر نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې دي. اسلامي امارت تر اوسه هېواد کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځي نه دي پرانېستي. شریفه چې د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې ده وايي، د ښوونځیو په تړل کېدو سره یې د روښانه راتلونکې لرلو هیلې له لاسه ورکړې دي.

هیډر بار ملګرو ملتونو ته: د اسلامي امارت د چارواکو د سفر معافیت پای ته ورسوئ

پر بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مرستیالې هیډر بار د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش ته ویلي چې د اسلامي امارت چارواکو د سفر معافیت پای ته ورسوي او نور مشران یې هم د سفر بندیزونو نوملړ ته ور زیات کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي تراوسه د اسلامي امارت چارواکو د سفر د معافیت مودې غځولو په اړه هوکړې ته نه دي رسېدلي.