د پکتیا ولایتي چارواکي وایي، له څو ورځو راهیسې په دغه ولایت کې له شپږم تر دولسم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي پرانېستل شوي دي.

د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رییس خالقیار احمدزي سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالي کې د خلکو او مدیرانو له‌خوا د نجونو پنځه ښوونځي پرانېستل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، پوهنې وزارت او د پکتیا د پوهنې ریاست د یادو ښوونځیو د پرانېستل کېدو او تړل کېدو په اړه هېڅ نه دي ویلي.

د پکتیا د پوهنې ریاست بیا له شپږم ټولګي نه د پورته نجونو لپاره د ښوونځیو پرانېستل کېدل نه تاییدوي.

پکتیا کې خلک داسې مهال په خپل سر له شپږم ټولګي نه د پورته نجونو ښوونځي پرانېزي چې اسلامي امارت واک ته له رسېدو سره سم په ټول هېواد کې د یادو نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام