Asset 1SWN

د م.م دفترونو کې د افغان ښځو د کار مخنیوی له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی

UN-WOMEN-IN-AFGH-q4key7e8jg98z3cj0kr1k2hdsqvakz55caecmzu5qg

افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان اړوند دفترونو کې له کار د ښځو ګرځولو ته د غبرګونونو پر دوام، د افغانستان لپاره د یاد سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا  اوتونبایوا، د یاد سازمان د سرمنشي مرستیاله امنه محمد او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن د اسلامي امارت دغه پرېکړه غندلې او هغه یې د افغانانو لپاره اندېښمنونکې بللې ده.

روزا اوتونبایوا په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د ملګروملتونو په تاریخ کې تراوسه هېڅ رژیم ښځه دغه سازمان کې له کار کولو نه ده منع کړې. نوموړې په دې خبرپاڼه کې ویلي: «دا د افغان ښځو پر وړاندې یو بل ظالمانه او ویجاړونکی ګذار دی چې ټولو افغانانو ته به ناوړه پایلې ولري.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال د ښځو حقونو فعاله مریم معروف اروین سلام‌وطندار ته وايي چې د اسلامي امارت د دغې پرېکړې اغېزې به یوازې تر ښځو پورې نه وي، بلکې ډېری برخې به اغېزمنې کړي.

د نوموړې په وینا، د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو د ښځو او نجونو پر کار بندیز به د مېرمنو پر روحیې ناوړه اغېز وکړي او  د اقتصادي او ټولنیزو  ستونزو او ننګونو د زیاتېدو لامل به شي.

 هغې وویل: «دغه پرېکړه به د افغان ښځو پر روحیې منفي اغېز وکړي او همداراز د واکمنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د واټن رامنځته کولو لامل به هم شي.

بل‌خوا د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري وايي چې اسلامي امارت تمه درلوده چې نړویال یې په رسمیت وپېژني، خو د دوی وروستۍ پرېکړه به د دې لامل شي چې د سیمې او نړۍ ناستو ته ور ونه بلل شي.

هغه وویل: «اسلامي امارت هیله لرله چې ملګري ملتونه او نړیوال یې ډېر ژر په رسمیت وپېژني، هغه څه چې  نږدې دوه کلونه کېږي، چا په رسمیت نه دی پېژندلی. د سیمې او بل هېڅ کنفرانس ته نه وربلل کېږي.»

خو د نړیوالو اړیکو څېړونکی نظیراحمد رزاقي په دې باور دی چې د اسلامي امارت دغه پرېکړه به د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې بهیر له ځنډ او خنډ سره مخ کړي.

نوموړي وویل: «یادې پرېکړې ته به نړۍ غبرګون وښايي او دا به لامل شي چې باور شاته پرېوځي او د رسمیت پېژندنې مسله به وځنډېږي. اوس افغانستان کې ډېر خلک نقدي مرستو باندې تکیه دي، که دا مرستې بندې شي، موږ به له لوږې سره مخ شو.»

بل‌خوا اسلامي امارت ته نږدې کس او سیاسي فعال سیدذکرالله هاشمي بیا وايي چې ملګري ملتونه د لوېدیځ او امریکا اجنډ څاري.

د هغه په وینا، هر هېواد او حکومت چې کومه پرېکړه کوي، د خپلو قوانینو او د ملت د ګټو پر بنسټ وي. هغه وویل: «ملګري ملتونه که نیوکه کوي او نه، خپله پرېکړه یې ده. د دوی په زړه کې باید دا وي چې افغانانو ته خدمت وکړي. الحمدالله افغانان ډېر ښه کار کولای شي، د دې لپاره چې ښځې ولایتونو ته سفر نشي کولای.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اسلامي امارت د ملګروملتونو سازمان اړوند دفترونو کې داسې مهال ښځې او نجونې له کار څخه ګرځوي چې د رسمیت پېژندنې او نړۍ سره د تعامل پر هڅو لګیا ده او د کارپوهانو په وینا، وروستۍ پرېکړه به نړۍ سره د افغانستان پر تعامل اغېز وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام