Asset 1SWN

سلام وطندار

د ښځو پر کار بندیز؛ یونېسف لوګر کې د ۹۱۱ ټولګیو د لیک‌لوست بهیر ځنډولی

7ab20b3a-b6dc-4809-9506-96088d60e559_w1200_r1

د ماشومانو لپاره د ملګرو‌ملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) د لوګر مرکز پل‌علم او ولسوالیو کي شاوخوا ۹۱۱ محلي ټولګي چې په‌کې له لیک‌لوست محروم زده‌کوونکي تر درېیم ټولګي پورې په لیک لوست بوخت وو، دا مهال د زده‌کوونکو پر مخ تړلي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته ویلي، یونېسف دا کار نادولتي موسسو کې د ښځينه کارکوونکو پر کار له بندیز وروسته کړی چې له امله یې څه باندې ۳۲۰۰۰ نجونې او هلکان له زده‌کړو محروم شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د لوګر پوهنې ریاست ویاند زیاتوي چې هڅه کوي دغې ستونزې ته حل لاره ولټوي او تړل شوي محلي ټولګي د زده کوونکو پرمخ بېرته پرانېستل شي.

نوموړي وویل: «د ښځو په کار له بندیز وروسته، په لوګر کې له زده‌کړو بې برخو څه باندې ۳۲ زره ماشومانو ته ۹۱۱ سیمه‌ییزو ټولګیو بهیر درول شوی چې له امله یې ۳۲‌زره زده‌کوونکي له زده‌کړو بې برخې شوي دي. دا پروګرام د یونېسف په مالي ملاتړ د ای‌ار‌سي موسسې له لوري پیل شوی و.»

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم هم تاییدوي چې نادولتي موسسو کې د ښځينه کارکوونکو له کار بندیز وروسته، یوشمېر نړیوالو موسسو خپل فعالیتونه کم کړي، خو په وینا یې، هڅې روانې دي چې د کورنیو او نړوالو موسسو ستونزو ته رسېد‌نه وشي.

هغه وویل: «دا د مشرانو پرېکړه ده چې موسسو کې به ښځینه کارکوونکې کار نه کوي. دا پرېکړه له حکمته ډکه ده، ځکه یو‌شمېر موسسو خپل فعالیتونه بند کړل، خو بیا هم هڅه روانه ده چې د یادې موضوع لپاره د حل بدیل لارې ولټول شي.»

د لوګر یوشمېر اوسېدونکي دغه ولایت کې د محلي ټولګیو پر تړل کېدو خواشیني څرګندوي او د دغې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

د لوګر اوسېدونکي بسم‌الله سلام‌وطندار ته وویل: «د یونېسف د فعالیت په درېدو موږ خواشیني یو، ځکه زرګونه زده‌کوونکي لیک‌لوست څخه محروم شول او سلګونه کسان وزګار شوي. زموږ هیله ده چې یونېسف بېرته لوګر کې د تعلیم په برخه کې خپل فعالیت پيل کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې داسې مهال لوګر کې د محلي ټولګیو فعالیتونه ځنډوي چې نادولتي موسسو کې د اسلامي امارت له‌خوا د ښځینه کارکوونکو له کاربندیز وروسته، یوشمېر نورو نړیوالو موسسو هم افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي یا کم کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام