د ښځو پر کار بندیز؛ یونېسف لوګر کې د ۹۱۱ ټولګیو د لیک‌لوست بهیر ځنډولی

د ماشومانو لپاره د ملګرو‌ملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) لوګر کي ۹۱۱ محلي ټولګي چې په‌کې له لیک‌لوست محروم زده‌کوونکي تر درېیم ټولګي پورې په لیک لوست بوخت وو، دا مهال د زده‌کوونکو پر مخ تړلي دي. د لوګر پوهنې ریاست ویاند وايي، هڅه کوي دغې ستونزې ته حل لاره ولټوي او تړل شوي محلي ټولګي د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شي.

یونېسکو هېواد کې ۲۵۰۰۰ کسانو ته د لیک‌لوست کمپاین پیلوي

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان یا (یونېسکو) مسوولانو نن کابل کې د لیک‌ لوست نړیوالې ورځې نمانځونډه کې د هېواد په کچه د لیک‌لوست د یوه پراخ کمپاین له پېلېدو خبر ورکړ.

د یونېسکو مسوولانو دې غونډه کې وویل چې دغه کمپاین کې به د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې ۲۵۰۰۰ کسانو ته د لیک‌لوست زده‌کړه ورکړل شي.