د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان یا (یونېسکو) مسوولانو نن کابل کې د لیک‌لوست نړیوالې ورځې نمانځونډه کې د هېواد په کچه د لیک‌لوست د یوه پراخ کمپاین له پېلېدو خبر ورکړ.

د یونېسکو مسوولانو دې غونډه کې وویل چې دغه کمپاین کې به د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې ۲۵۰۰۰ کسانو ته د لیک‌لوست زده‌کړه ورکړل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کابل کې د یونېسکو دفتر مسوول مک فېلیفس پټریشیا وویل: «یونېسکو له خپلو همکارانو سره د روښانه راتلونکې لپاره د لیک‌لوست کمپاین پیلوي چې موخه یې د ښځو او لویانو په ګډون په ۲۰ ولایتونو کې  ۲۵زره کسانو ته د لیک‌لوست زده‌کړه ده.»

په همدې حال کې د پوهنې وزارت مسوولانو دې غونډه کې وویل، هغه پروګرامونه چې هېواد کې د لیک‌لوست لپاره جوړ شوي، ډېری یې خیالی دي.

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رییس صدرالدین سعد وویل چې د یاد وزارت د څارنې ډلو د موندنو له مخې، د لیک‌لوست ځینې پروګرامونه خیالي او یو‌شمېر یې د لږو کسانو لپاره جوړ شوي دي.

نوموړي وویل: «د لیک‌لوست کورسونه ډېرې ستونزې لري. په سرپل کې د لیک‌لوست په یوه کورس کې د ښوونځي د نهم او لسم ټولګي زده‌کوونکي شامل وو. په کونړ کې په یوه کورس کې مو پوښتنه وکړه چې څو کسان دي، ویل یې ۲۰، خو ټولګي کې پنځه کسان وو. ځینې نور بیا یوازې په نوم فعال دي.»

دا په داسې مهال ده چې څه باندې یو کال کېږي چې د ا.ا له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او تراوسه یې د بېرته پرانېستلو په اړه د سرپرست حکومت له لوري پرېکړه نه ده نیول شوې.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړلي‌ پاتې‌کېدو ګڼ‌شمېر کورني او بهرني غبرګونونه له ځان سره لرل.  خو له غبرګونونو سره سره د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت دې ته نه دی اماده شوی چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام