د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ښوونیز مرکز چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وړاندې یې د امریکا سفارت په ملاتړ د «لنکن ښوونیز مرکز» په نوم فعالیت درلود، اوس دغه ولایت کې د ملکي او د اسلامي امارت ځواکونو لپاره د عصري زدهکړو پر مرکز بدل شوی دی.
د دغه ښوونیز مرکز یو زدهکړیال صدیقالله ایوبي چې تېرو شپږو کلونو راهیسې اسلامي امارت سره کار کوي، اوس د غزني استخباراتو ریاست کې دنده لري. هغه د معاصرو زدهکړو په ځانګړې توګه د بهرنیو ژبو او کمپیوټر زدهکړه د ټولنې اړتیا بولي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
شفیقالله د اسلامي امارت بل نظامي دی چې دغه مرکز کې درس لولي. هغه د اسلامي امارت نورو نظامیانو څخه غواړي چې د عصري زدهکړو بېلابېلو برخو سره اشنايي پیدا کړي او په یوې برخې بسنه ونه کړي.
نوموړي سلاموطندار ته وویل: «زما ټولو مجاهدینو ته دا پیغام دی چې دوی په یو علم باندې بسنه ونهکړي، دوی باید انګلیسي، کمپیوټر او اداري کارونه ټول په پوره معنا سره زده کري، ځکه خپلو سره مونږ باید په وطن کې ولرو ، خپله اداره ولرو چی خدمت وکري.»
یوشمېرهغه ملکي زدهکونکي چې نظامیانو سره یو ځای درس لولي وايي، اوس د خپلو ټولګیوالو ټوپکو څخه وېره نه لري او هغوی سره ښه ملګري شوي دي.
د یاد مرکز یوه زدهکوونکو غلامرسول سلاموطندار ته وايي: خوشحاله دی چې په یوه ټولګي کې د اسلامي امارت له سرتیرو سره زدهکړې کوي او د یوه ملګري په توګه خپل درسونه پرمخ وړي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دغه ښوونیز مرکز شاوخوا ۸ سوه زدهکونکي لري. د دغه مرکز ښوونکي وايي چې شاوخوا ۳ سوه زدهکوونکي یې د اسلامي امارت نظامیان دي او مختلفو درسي وختونو کې درس لولي.
د هغوی په وینا، نسبت ملکي زدهکونکو ته د اسلامي امارت نظامیان ډېره لېوالتیا لري چې عصري زدهکړي وکړي. غزني کې مُډرنه زدهکړو ته د اسلامي امارت د ځواکونو مخه کول، د دغه ولایت د اوسېدونکو د خوښۍ لامل هم شوی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دوی وايي، عصري زدهکړو ته د دغو نظامیانو مخه کول د اسلامي امارت او د ټولنې عادي وګړو ترمنځ فکري توپیرونه راکموي.