له نن څخه دوه کاله وړاندې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړه‌لیک لاسلیک شو. له هغه وخت راهیسې دواړه لوري پر یو بل تورونه لګوي چې تړون کې پر شویو هوکړو عمل نه کوي.

یو‌شمېر کارپوهان وايي، له هغه وخت راپدېخوا چې امریکا او اسلامي امارت په خپلو کې د دوحې هوکړه‌لیک لاسلیک کړی، دواړو په هوکړه‌لیک کې له یادو شویو مواردو سرغړونې کړي چې د دوی په وینا، که امریکا او اسلامي امارت دې هوکړه‌لیک ته ژمن پاتې نشي، پایلې به یې ناوړې وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سیاسي چارو شنونکی جاوید مومند که څه هم د هوکړه‌لیک عملي کېدو ته هیله‌مند دی، خو په وینا یې، که د دوحې تړون په سمه توګه نه عملي کېږي، افغانستان به تر نړیوالو فشارونو لاندې راځي او که امریکا دې هوکړه‌لیک ته خپله ژمنتیا نه ښايي، نو نړیوالو غونډو  کې به پر دوی هم فشار زیاتېږي.

خو د سیاسي چارو بل شنونکی فضل‌الرحمان اوریا بیا وايي چې اسلامی امارت د سولې شوې هوکړه په سمه توګه عملي کړې او د ده په باور چې امریکایانو په ډېرو برخو کې له یاد تړون څخه سرغړونه کړې ده.

اوریا زیاتوي چې اسلامي امارت پرته له جګړې او زور څخه کابل ته دننه شول ارګ او نوری دولتی ودانۍ یې ونیولې، نو ځکه د وخت چارواکي له دې پېښې وړاندې له کابل څخه وتلې وو.

دی وايي، د دوحې د سولې هوکړه د افغان ولس په ګټه ده ولې، ډېری برخې يې لا پاته چي باید عملي بڼه خپله کړي.

په ورته مهال د دوحې تړون د دوه کاله پوره کېدو پرمهال د افغان سولې لپاره د امریکا مخکیني ځانګړي استازي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، خوښ دی چې په افغانستان کې د یوې اوږدې جګړې ټغر ټول شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خلیلزاد زیاته کړې، که د مخکیني افغان حکومت مشرتابه د سولې سبوتاژ نه وای کړی، نو هر څه به په ښه توګه مخته تللي وای او افغانستان به له اوسني اقتصادي ناورین سره هم نه‌وو مخ شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام