Asset 1SWN

خوست کې د «سوالګرو» راټولولو لړۍ پيل شوه

خوست

خوست کې د سوالګرو راټولولو کمېسیون مشر ولي‌شاه خان وايي چې د سوالګرو ټولولو لړۍ به څو ورځې دوام وکړي چې په ترڅ کې به يې په خوست ښار او ولسواليو کې ټول سوالګر راټول شي.

نوموړي وويل چې په لومړی ورځ يې نن «شنبه، غويي ۱۵مه» له خوست ښار څخه ۱۰۰سوالګر چې ماشومان هم په‌کې شامل وو، راټول کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې ياد اقدام يې د ا.ا د مشرتابه د فرمان له مخې کړی او مستحقو سوالګرو ته به په میاشتني ډول پیسې ورکول کېږي او هغه سوالګر چې کار کولای شي، اړونده ادارو ته به د کار په موخه وروپېژندل شي. هغه زياته کړه چې دغه لړی به ولسواليو ته هم وغځول شي.

يوشمېر سوالګر بيا وايي، د مجبورۍ له کبله یې سوال ته مخه کړې، خو په وینا یې، خوښ دي چې له تثبیت وروسته به پيسې ترلاسه او یا هم د کار زمينه ورته برابره کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بل لور ته د خوست اوسېدونکي هم د سوالګرو ټولولو د دغه اقدام ملاتړ کوي او زیاتوي حکومت دې سوالګرو ته بېلابېلې کاري زمينې برابرې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام