Asset 1SWN

فاریاب کې د سوالګرو راټولول؛ سوالګر: مرستې دې راسره وشي

فاریاب- سوالګر

فاریاب کې د سوالګرو راټولولو کمېسیون مسوولان وايي چې د تېرو څلورو ورځو پر مهال دغه ولایت کې ۱۳۰ سوالګر راټول او ټاکل شوي ځای ته لېږدولې دي.

د فاریاب مېمنې ښار څخه د سوالګرو راټولولو لړۍ تېره اوونۍ پیل شوې چې لاهم دوام لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سوالګرو راټولولو کمېسیون کې د ولایت مقام، امنیې قومنداني او د عامې روغتیا، شهیدانو او معلولانو، کار او ټولنیزو چارو ریاستونو، د میمنې ښاروالي او د افغاني سرې میاشتې ټولنه ګډون لري.

فاریاب کې د سوالګرو راټولولو کمېسیون مشر احمدطاهر سلام‌وطندار ته وویل، د سوالګرو له بایومټریک وروسته به هغو ته چې د کار کولو توان لري، د کار او ټولنیزو چارو ریاست او د میمنې ښاروالي له‌خوا د کار زمینه هم برابره شي.

نوموړي زیاته کړه چې معلول سوالګر به له شهيدانو او معلولانو رياست سره ثبت شي، ناروغ او پر نشه‌يي توکو د روږدو سوالګرو به هم درملنه وشي.

هغه وویل: «تراوسه مو ۱۳۰ سوالګر راټول کړي چې ۴۰ یې نارینه‌ او ۳۰ یې ماشومان دي. درې ډوله سوالګر دي، مسلکي، تنظیم شوي او مستحق سوالګر، مستحقو ته د افغاني سرې میاشتنې ټولنې له لوري ۵زره افغانۍ معاش ورکول کېږي. سازمان‌دهي محکمې ته معرفي کېږي او حرفوي سوالګرو ته د ښاروالي له لوري د کار زمینه برابرېږي.»

یوشمېر هغه سوالګر چې له میمنې ښار څخه راټول شوي وايي، بې‌سرپرسته دي او د خپلو اولادونو او کورنیو د اړتیاوو پوره‌کولو لپاره یې سوالګرۍ ته مخه کړې.

په ورته مهال راټول شوي سوالګر وايي چې د کورنۍ سرپرست نشتون او اقتصادي ستونزو له امله سوال کولو ته اړ شوي دي.

یوې سوالګرې فاطمې سلام‌وطندار ته وویل: «زه د خپلو څلورو اولادونو یوازینۍ ډوډۍ راوړنکې یم، له مجبوریته سوال کوم، اړ یم که مجبوره نه‌‌وم څه مې کول چې د پارک مخې‌ته به ناسته وم. که مرسته وکړي، څه کوم له ماشومانو سره دلته.»

د فاریاب د کوهستان ولسوالي اوسېدونکي قمرګل هم وویل، که مرسته ورسره وشي، هېڅ‌کله به سوال ته مخه نه‌کړي. «ومې ویل یو سل افغانۍ پیدا کړم او څلور ډوډۍ پرې واخل کور ته یې یوسم، نور ښار ته نه‌راځم، که وې‌لرم څه ځان په زحمت کړم او پېښې او لاس شل کړم.»

د یادونې ده چې تېر کال اسلامي امارت کابل او د هېواد یوشمېر لویو ښارونو کې د سوالګرو د راټولولو لړۍ پیل کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د خپرو شویو راپورونو له مخې، تر دامهاله د جوړو شویو کمېسیونونو له‌خوا، له کابل ښار او یوشمېر ولایتونو څخه زرګونه سوالګر راټول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام