Asset 1SWN

کابل کې بایومټریک شوې سوالګرې: تراوسه راسره مرسته نه ده شوې

FhW9mQqXEAIIacN-800x531-1

په کابل ښار کې یو‌شمېر هغه سوالګرې چې د حکومت له لوري څو میاشتې وړاندې ثبت او بایومټریک شوي، سلام‌وطندار ته وايي چې تراوسه ورسره مرسته نه ده شوې.

شکېبا چې خاوند یې ناروغ دی او بل نارینه سرپرست نه‌لري، وايي، د خپل خاوند درملنې او یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د کابل ښار سړکونو ته وځي او له خلکو سوال راټولوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړې وايي، سره له دې چې میاشتې وړاندې د اسلامي امارت مسوولانو له‌خوا بایومټریک شوې، خو تراوسه یې کومې ادارې څخه مرسته نه ده ترلاسه کړې.

نوموړې وویل: «ورور او خاوند مې ناروغ دي او بل څوک نه‌لرم چې ډوډۍ راته پیدا کړي، اړ شوې یم چې ښار ته ووځم او له خلکو د مرستې غوښتنه وکړم.»

په ورته مهال کابل کې یوه بله بې‌وزله مېرمن زرمینه هم له ورته برخلیک او ستونزې سر ټکوي. نوموړې وايي چې څو ځله د اړوند ادارو له‌خوا بایومټریک شوې، خو مرسته ورسره نه ده شوې.

هغې وویل: «د کورنۍ سرپرست نه‌لرم او یو زوی مې درلود چې جګړو کې وژل شوی او اوس یې مېرمن پر رواني ناروغیو اخته شوې ده. زه مې له کورنۍ سرپرستي کوم، خو د اسلامي امارت له لوري څو ځله ټول شوو او تراوسه یې راسره مرسته نه ده کړې.»

له دې سره، د ریاست‌الوزرا اقتصادي کمېسیون ویلي، تراوسه یې کابل ښار څخه نږدې ۱۲ زره سوالګرې ښځې راټولې کړي او د مرستو لپاره یې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ورپېژندلي دي.

په ورته مهال د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان‌الله شرف‌زوی وايي، تر دامهال یې څه باندې ۵۰۰ ښځینه سوالګرو باندې مرستې وېشلي دي. هغه وویل: «۵۱۴ ښځې چې د کورنۍ غړي یې ۲۸۰۸ کسان کېږي، ۵۶۱۶۰۰۰ افغانۍ مو پرې وېشلي دي.»

دا داسې مهال دی چې د کار نړیوال سازمان تازه رپوټ کې ویلي، د اسلامي امارت له واکمنېدو سره افغانستان کې د ښځو د کار کچه ۲۵ سلنه کمه شوې او د ښځو پر کار او زده‌کړو بندیز دغه وضعیت نور هم ترینګلی کړی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ښځو ترمنځ ورځ تربلې د وزګارتیا کچې لوړېدل لامل شوي چې ځينې هغوی جدي زیانونو سره مخ شي او یوشمېر یې د ژوند اړتیاوو تامینولو لپاره نورو ته د مرستې لاس اوږد کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام