پر ښځو لګېدلي محدودیتونه او د کاروبار برخه کې د هغوی د هڅو دوام

که څه هم افغان ښځو په تېر یوه کال کې له محدودیتونو کړېدې، خو یوشمېر ښځو بیا هم د هوټلونو، خیاطیو او وطني تولیداتو او لاسي صنایعو د نندارتونونو په جوړولو سره هڅه وکړه چې هم ځان او هم نورو ښځو ته د کاروبار اسانتیاوې برابرې کړي.

شنونکي: پر افغان ښځو د محدودیتونو دوام د افغانستان اقتصادي ناورین پراخ کړی

سږ کال د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ داسې مهال راورسېده چې افغان ښځې د زده‌کړو او کار په ګډون، خپلو بنسټیزو حقونو ته چې نړیواله ټولنه یې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندو لپاره مهم شرطونه بولي، لاسرسی نه‌لري.

د مارچ اتمه؛ افغانستان کې ښځې له سیاسي او ټولنیزو برخو څنډې ته کړل شوي

ا.ا د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه هېواد کې د بیاواک ترلاسه کولو راوروسته تر دې مهاله په بېلابېلو  برخو کې د ښځو په اړه جلا جلا فرمانونه ورکړي چې پر بنسټ یې ټولنه کې ښځې تر ډېره څنډې ته کړل شوي دي. د ۱۴۰۰ کال د وږي په ۲۶مه د ښځو چارو وزارت ودانۍ د امربالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت او د کابل باغ‌ زنانه یې د یاد وزارت امریت ته ورکړل.

مرکزي ولایتونو کې نجونې زده‌کوونکې: ښوونځي بېرته پرانیزئ

د مارچ اتمه د ښځو د یووالي نړیوالې ورځې له رسېدو سره هم‌‌مهاله لا هم هېواد کې مېرمنې او نجونې له خپلو لومړنیو حقوقو په ځانګړې توګه له زده‌کړو او کار محرومې دي.

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي، خو د یونیم کال په تېرېدو یې دروازې هماغسې بندې دي.

د مارچ اتمه؛ نجونې زده‌کوونکې د ښوونځیو پرانېستل‌کېدو ته شېبې شماري

 هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو له تړل‌کېدو نږدې ۱۹ میاشتې تېرېږي، خو لا هم د نجونو زده‌کوونکو د زده‌کړو راتلونکی یوه ناملعوم برخلیک سره مخ دی.

په لوېدیځ او سوېل لوېدیځو ولایتونو کې یو‌شمېر نجونې زده‌‌کوونکې وايي چې د زده‌کړو نامعلوم برخلیک او د ښوونځيو تړلي‌ پاتې‌کېدو اندېښمنې کړې دي.