پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنۍ سره هېواد کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زدهکړو بندیز ولګېد او پوهنې وزارت د روان هجري لمریز کال د وري میاشتې په درېیمه اعلان وکړ چې تر بل امر دې نجونې ښوونځیو ته نه ځي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اسلامي امارت د نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړلو وروسته په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو ټولګي او درسي ورځې سره جلا او پر نجونو یې د حجاب اغوستل هم جبري کړل. اسلامي امارت پر دې هم بسنه ونه کړه، بلکې د ټولو نجونو پر وړاندې یې د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.
د اسلامي امارت دا پرېکړې په کور دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ شوې. همدارنګه، د اسلامي امارت ځینې مطرحو کسانو او لوړپوړو چارواکو هم د دغو پرېکړو پر وړاندې غبرګونونه وښودل.
د افغانستان د بشري حقونو د لغوه شوي کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر سلاموطندار ته ویلي، پر نجونو او ښځو دغه ډول بندیزونه به پر افغانستان، افغانانو او اوسني افغان حکومت منفي اغېزې پرېباسي.
هغه ټینګار کوي چې اسلامي امارت په دا ډول پرېکړو سره هېواد منزوي کړی او اوس افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو ناسم هېواد دی.
په همدې حال کې د پوهنتون استاد او د ټولنیزو مسایلو کارپوه قربانعلي فکرت وايي، له زدهکړو د افغان نجونو راګرځول به په راتلونکي کې د افغانستان، د ا.ا حکومت او افغانانو لپاره نه جبرانېدونکې پایلې ولري.
نوموړی د کورنۍ او ټولنې په روزلو کې د ښځو رول مهم بولي او ټینګار کوي چې له زدهکړو د هغوی بېبرخې کېدل، د هېواد پر زیان دي.
سلاموطندار پر فېسبوک وڅارئ
د یادونې ده چې اروپايي ټولنې تازه پر افغان نجونو او ښځو د بندیزونو لګولو په غبرګون کې د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو او امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت پر وزیرانو بندیزونه لګولي، خو اسلامي امارت یې په غبرګون کې ویلي چې د بهرنیو ورته پرېکړې ورته هېڅ مانا نه لري.