Asset 1SWN

مرکزي ولایتونو کې نجونې زده‌کوونکې: ښوونځي بېرته پرانیزئ

afghan-yakawlang students

د مارچ اتمه د ښځو د یووالي نړیوالې ورځې له رسېدو سره هم‌‌مهاله لا هم هېواد کې مېرمنې او نجونې له خپلو لومړنیو حقوقو په ځانګړې توګه له زده‌کړو او کار محرومې دي.

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي، خو د یونیم کال په تېرېدو یې دروازې هماغسې بندې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

حکومت د روان کال د لیندۍ په وروستیو  کې په بېلابېلو فرمانونو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو دروازې وتړلې او له هغه وروسته په نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګېد.

په مرکزي ولایتونو کې یوشمېر نجونې زده‌کوونکې د ښوونځيو تړلي‌ پاتې‌کېدو له دوام د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، دې چارې نجونې زده‌کوونکې ناهیلې کړي او اندېښنې یې ورته پیدا کړي دي.

د بغلان اوسېدونکې بهار سلام‌وطندار ته وویل: «د جمهوریت له سقوط وروسته ښوونځي وتړل شول او د درس او تحصیل اجازه نه‌لرو. خپلې راتلونکې ته اندېښمن یوو او روحي او رواني ستونزې راته پیدا شوي دي.»

د میدان‌وردګ اوسېدونکې خدیجه وايي چې نوموړې او ټولګي‌والې یې یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. هغې وویل: «کور کې مو څو زده‌کوونکې او زده‌کړیالانې دي، خو ټول خپلې نامعلومې راتلونکې ته اندېښمنې یوو. نه پوهېږو چې راتلونکی به مو څه ډول وي.»

حجاب د ښځو څنډې کولو ته پلمه ده

په همدې حال کې یو‌شمېر نجونې زده‌کوونکې وايي چې اسلامي امارت د حجاب او د شرعي چاپېریال د نشتون په پلمه له ټولنې څخه د ښځو د څنډې ته کولو په لټه کې دی.

کاپیسا کې د یوه ښوونځي د دولسم ټولګي زده‌کوونکې مریم وویل: «افغانستان یو اسلامي هېواد دی، د جمهوریت پر مهال هم نجونو حجاب کاوه، اوس هماغسې دی او حجاب یوه پلمه ده.»

دایکندي یوه زده‌کوونکې سمیه وايي: «ټول خلک شاهد دي چې د هېواد په کچه حجاب مراعتېده او ټولګي هم جلا وو. نه پوهېږم ولې ښوونځي نه پرانیزي؟ له باسواده ښځو او سیاست ته یې د لارموندنې له امله وېرېږي، د همدې لپاره حجاب پلمه کوي او ښوونځي او ښوونیز  مرکزونه یې تړلي دي.»

بل‌خوا د زده‌کوونکو کورنۍ له اسلامي امارت غواړي چې د ښوونځیو دروازې پرانیزي. شېرعلي د سمنګان د حضرت‌ سلطان ولسوالي اوسېدونکی دی، نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «هره ورځ چې کور ته راځم، لورګانې مې راته ګوري او پوښتنه کوي چې کله ښوونځی خلاصېږي او موږ ښوونځي ته لاړې شو او زده کړې وکړو؟ زه دوی ته ګورم او ډیر دردېږم تر کله؟ زه له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوم چې د نجونو ښوونځي په اسلامي چوکاټ کې پرانیزي، څو زده کوونکې نور له زده‌کړو پاتې نه شي.»

د بغلان اوسېدونکې فوزیه چې د څلورو اولادونو مور ده، له اسلامي امارت غواړي چې د نجونو زده‌کوونکو پر مخ ښوونځي پرانیزي. د نوموړې په وینا، دا نه یوازې د نجونو، بلکې د حکومت لپاره هم ښه ده.

نوموړې وویل: «لورګانې مې د ژمي له لومړۍ پر روانۍ ناروغیو اخته شوي دي، د دې لپاره چې راتلونکی یې نامعلوم دی.» همداراز یو‌شمېر هېواد‌وال وايي چې د نجونو پر زده‌کړو د محدودیت له کبله یې پرېکړه کړې چې د خپلو اولادونو ښې راتلونکې لپاره هېواد پرېږدي.

د دایکندي اوسېدونکی دین‌محمد چې د دوو لوڼو پلار دی وايي: «هوډ لرم چې راتلونکو ورځو کې افغانستان پرېږدم، ځکه دلته مې لورګانې بې‌برخلیکه پاتې کېږي.»

د ځان‌وژنې او کورني تاوتریخوالي ډېروالي په اړه خبرداری

د هېواد په مرکزي ولایتونو کې نجونې زده‌کوونکې د ښوونځیو له تړلي پاتې‌کېدو د اندېښنو په څرګندولو سره له اسلامي امارت غواړي چې دوی ته اجازه ورکړي، څو ښوونځيو ته لاړې شي.

پنجشېر کې د یوه ښوونځي د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې صنم وايي: «اسلامي امارت باید ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي. مو د زده‌کړو حق لرو، څو خپلې ټولنې ته د خدمت جوګه وګرځوو.

نوموړې زیاتوي چې که ښوونځي پرانېستل نه‌شي، ګڼ‌شمېر نجونې به له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان شي او ځان‌وژنې ته به مخه کړي.

بامیانو کې زده‌کوونکې محدثه وايي چې د ښوونځيو تړلي پاتې‌کېدو له امله د نجونو کورناستي، دوی اجباري ودونو، ناهیلۍ، روحي ستونزو او کورني تاوتریخوالي سره مخ کړي دي.

د نجونو ښوونځیو بیاپرانېستلو په اړه نړیوال فشارونه

د نړیوالو فشارونو سره سره تراوسه د نجونو ښوونځیو بیاپرانېستلو په اړه کره ځواب نه دی ورکړل شوی د مارچ په پنځمه د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد ویلي چې افغانستان کې دې د نجونو ښوونځي بېرته پرانېستل شي.

امنه محمد په یوه پیغام کې چې د بېړنیو او ناوریني شرایطو کې د زده‌کړو لپاره د ملګروملتونو د نړیوال صندوق له‌خوا خپور شوی، همداراز ویلي، څه باندې ۵۰۰ ورځې کېږي چې اسلامي امارت افغانستان کې د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې تړلي دي.

د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې ټينګار کړی چې نړیواله ټولنه به د افغان نجونو د زده‌کړو د اړتیا لپاره خپل یووالي ته دوام ورکړي.

اسلامي امارت د نړیوالو فشارونو سره سره تراوسه د نجونو ښوونځیو بېرته پرانېستلو په اړه روښانه ځواب نه دی ورکړی، خو د اسلامي امارت ځینو چارواکو په تېر یو نیم کال کې په وار وار ځینو رسنیو په مرکو کې ویلي چې د ښوونځیو پرانېستلو په تړاو پر یوې طرحې کار روان دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت دې پرېکړې په کور دننه او بهر ګڼ‌شمېر غبرګونونه پارولي دي. د ملګروملتونو سازمان، د اسلامي همکاریو سازمان او یو‌شمېر هېوادونو د نجونو ښوونځیو پر پرانېستلو ټينګار کړی، خو اسلامي امارت تراوسه دې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام