Asset 1SWN

د پاکستان پر وړاندې لوبو لپاره د تمریناتي کمپ د لوبغاړو نوملړ اعلان شو

333969828_928040468405509_3762014988545470347_n

د افغانستان کرېکټ بورډ نن په یوې خبري ناسته کې د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې لوبېدو ته د چمتووالي په موخه د ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

په یاده خبري ناسته کې چې نن چهارشنبه د کب ۱۷مه جوړه شوې وه، د کرېکټ بورډ مسوولانو د یاد تمریناتي کمپ لپاره د ۲۳ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ چې د دې تمریناتي کمپ پای کې به د پاکستان پر وړاندې د لوبېدونکو لوبغاړو وروستی نوملړ هم په ډاګه کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په اعلان شویو لوبغاړو کې د ملي لوبډلې د یو‌شمېر لوبغاړو سربېره د نولس کلنې ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي هم لیدل کېږي.

په اعلان شوي نوملړ کې راشدخان، رحمن‌الله ګربز، نجیب‌الله ځدراڼ، مجیب‌الرحمن‌‌، عظمت‌الله عمرزی، نوین‌الحق، فضل‌الحق فاروقي، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، شاهد کمال، محمدنبي، کریم جنت، ګلبدین نایب، افسر ځاځی، حضرت‌الله ځاځی، شرف‌الدین اشرف، نوراحمد، ظاهر خان، فرید ملک، صدیق اتل، ننګیالی خروټی، نجات مسعود او بلال سمېع شامل دي.

تصویر: کرېکټ بورډ

افغانستان به د روانې مارچ میاشتې په ۲۵مه نېټه له پاکستان سره د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیل کړي چې د همدې میاشتې تر ۲۹مې به دوام ولري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه سیالي به د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام