Asset 1SWN

پکتیا ته له پاکستان څخه راستنې شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

paktia

په پکتيا کې له پاکستانه تازه راستنې شوې کورنۍ وايي، د ژمي په رارسېدو سره لومړنیو مرستو ته اړتیا لري. دوی شکایت کوي چې په تېره شاوخوا یوه میاشت کې له پاکستان څخه له راګرځېدو وروسته ورسره د ا.ا له ۱۰۰۰۰ افغانیو پرته هېڅ ادارې ورسره مرسته نه‌ده کړې.

د دغو کورنیو له ډلې چې ځينې یې د پکتيا د مرکز ګردېز ښار اړوند په «بنوزيو» کلي کې استوګنې شوي وايي، د ژمي تېرولو ته اندېښمنې دي او وايي، خوراکي او سون‌توکو او نورو مرستو ته سخته اړتيا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 دغه کډوال وايي، په پاکستان کې یې څاروي او د کور نور وسایل په نیمه بیه پلورلي او هېواد ته راستانه شوي دي. ګل‌محمد، ابراهیم او طارق وايي:

«هلته چې زموږ کوم څیزونه وو، لکه غواوې وې، وزې وې يا نور شيان وو، لږ لږ مو چې لرل هغه که به د دوو يا درېوو لکو شی وو، خو چې عام خلک به پوه شول چې دوی عسکرو تنګ کړي او روان دي، په پنځوس زره يې هم هغه د درېوو لکو شی نه رانه اخیستل. اخير مو دومره څه برابر کړل چې هغه خپله کرايه يې کړو او راغلو. دلته اوس ژمی دی. يخني زياته ده، خپل کور نه لرو، دا پردی کور دی، په کرايه مو نيولی؛ نو هر څه ته اړ یوو.»

«ستونزې خو دا دي چې نه لرګي شته، نه اوړه او نه ډوډی شته، نه بل داسې وسايل لرو چې موږ پرې ژوند تېر کړو او نه کمپلې شته؛ نو له دغو ستونزو سره مخامخ يوو. ژمي ته ډېر خپه يوو چې نه لرګي شته، نه بوټي شته او نه هم داسې وسايل شته چې کوټې پر تودې کړو، واړه ماشومان مو دي.»

«موږ ډېرې ستونزې لرو، سرپناه نه‌لرو، سامانونه مو دغسې د باندې پراته دي. نورې ستونزې هم دي، د اوبو نلکې نه‌لرو، سون‌توکي نه‌لرو، ژمی بېخي راته سخت دی. خوراکي توکي هم نه‌لرو او د کار اسانتیاوې هم راته برابرې نه‌دي.»

پکتیا ته دغه راستنې شوې کورنۍ وايي، په اوس وخت کې په داسې کرايي کورونو کې استوګن شوي چې د ژوند تېرولو لپاره مناسب نه‌دي. دوی غوښتنه کوي چې حکومت او موسسې دې د دايمي سرپناه برابرولو برخه کې ورسره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د پکتيا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست مسوولان هم د راستنو شويو کورنيو ستونزې مني او وايي، د حکومت له‌خوا هرې کورنی ته لس زره نغدې افغانۍ ورکړل شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د پکتيا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست مالي او اداري امر رحمت‌الله راشد وايي، د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM او ويسټا موسسو د يادو کورنيو سروې پيل کړې او له بشپړېدو وروسته به اړینې مرستې ورسره وکړي.

د پکتيا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست د معلوماتو له مخې، پکتيا ته د ډنډپټان د خرلاڅيو پر لارې ۱۵۶ او د تورخم، سپين‌بولدک او نيمروز له لارو دغه ولايت ته تر اوسه ۶۰۸ کورنۍ راستنې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام