Asset 1SWN

سلام وطندار

د بشرحقونو  څار بنسټ: پاکستانيان له افغان کډوالو سره له سپکاوي ډک چلن کوي

4076961-692947912

که څه هم له پاکستانه په زور د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو بهیر روان دی، دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلن او ځورونې په اړه اندېښنې پر زیاتېدو دي.

تازه د بشرحقونو څار بنسټ په یوه راپور کې ویلي چې افغان کډوال له پاکستان څخه د اېستلو پر مهال ناوړه چلن، ځورونې سره مخ دي او د پولیسو له‌خوا یې شتمني ترې ګرځول کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بشري حقونو  څار بنسټ د ښځو برخې مسوولې هیدر بار په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «پاکستانیان نه یوازې افغانان شړي، بلکې د اېستلو پر مهال له سپکاوي ډک چلن ورسره کوي. نیونه، ځورونه، دې راپور کې د افغانانو شتمني له‌منځه وړل ثبت شوي او د یاد هېواد مسوولان د ځینو افغانانو د پېژندپاڼې کارټونه هم له‌منځه وړي.»

په ورته مهال د یاد بنسټ په راپور کې راغلي چې پاکستان کې چارواکو د افغان کډوالو پر وړاندې پراخې سرغړونې کړي او دې ته یې اړ کړي چې له پاکستان ووځي.

بل‌خوا هېواد ته راستانه شوي يوشمېر افغانان بیا د پاکستاني پوليسو ځورونې، په زوره اېستلو او د دوی د شتمنیو لوټلو له امله شکایت کوي.

۳۷کلن جان‌باز سلام‌وطندار ته وویل: «۴۰ کاله پاکستان کې وم او د پولیسو له‌خوا کوټه کې ونیول شوم، ۲۷زره کلدارې چې راسره وې، راڅخه یې واخېستې او سپکاوی یې راته وکړ. له هغه وروسته یې زه او کورنۍ مې په زور ووېستلو، داسې چور او چپاول و چې هېڅ ځای کې به نه‌ وي.»

سیدجان چې تازه له پاکستانه هېواد ته راستون کړل شوي، هم ورته کیسه لري: «لومړی یې ویل چې اسناد لرونکي نه‌باسو، خو ما کارټ درلود او هغه یې له‌منځ یوړل، پنځه ډوله کارټونه مې درلود او کورنۍ مې هم، خو وې نیولوو او ډېر یې تحقیر کړو ، شتمني مې هلته پاتې شوه.»

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته وايي، پاکستان کې د افغان کډوالو وهل-ټکول او له دوی سره زورزیاتی، د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی او په وینا یې، هڅه کوي د پاکستان په کډون په نورو هېوادونو کې هم له افغان کډوالو سره د زورزیاتي مخه ونیسي.

هغه وویل: «ا.ا د دې غوښتونکی دی، هغه افغان کډوال چې نورو هېوادونو کې دي، هېواد ته راشي، خو داسې دې نه‌ځورول کېږي چې دوی زیان وویني، زندان ته لاړ شي یا دې شتمني ترې واخیستل شي او له هغو کړنو دې لاس واخیستل چې د نړیوالو اصولو او اسلامي اخلاقو خلاف دي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پاکستان کې د سرپرست حکومت د سفارت د معلوماتو له مخې، له پاکستانه په زور او په خپله خوښه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ له پیل راهیسې تر دې مهاله څه باندې ۴۰۰زره افغانان بېرته هېواد ته راستانه کړل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام