د لوګر چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او محمداغې ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته د لنډمهالې اوسېدو لپاره خېمې وهل شوي او کمپ ورته جوړ شوی دی.

د لوګر د والي ویاند صدیق‌الله صدیقي سلام‌وطندار ته وویل چې له پاکستانه په زرو اېستل‌کېدونکو کډوالو سره باید هېوادوال همکاري او مرسته وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي له سوداګرو او خیریه بنسټونو غوښتنه وکړه چې راغلیو افغانانو سره تر خپل توانه د مرستو رسولو بهیر چټک کړي.

صدیقي زیاته کړه، له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو لپاره د مرکز پل‌علم او محمداغې ولسوالي کې په بېلابېلو برخو کې لسګونه خېمې درول شوې او په هره خېمه کې تر ۱۲کسیزې کورنۍ د لنډ‌مهال لپاره په‌کې شپې او ورځې تېرولی شي.

د نوموړي په وینا، تېره ورځ د لوګر والي ضیاالرحمن مدني په مشري د ولایت په مقام کې له پاکستان څخه لوګر ته د راستنېدونکو کډوالو د سرپناه او بېلابېلو مرستو لپاره غونډه جوړه شوې وه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دې غونډه کې د لوګر والي ټولو دولتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې له پاکستان څخه تازه راستانه شویو کډوالو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام