Asset 1SWN

هلمند ته له پاکستانه د ستنېدونکو افغان کډوالو شمېر په زیاتېدو دی

493271c0-47ad-48a7-8776-da3b02fec563_cx0_cy9_cw0_w1200_r1

د هلمند محلي مسوولان وايي چې له پاکستان څخه دغه ولایت ته د ستنېدونکو افغان کډوالو شمېر په زیاتېدو دی.

د دوی په وینا، د یاد ولایت بهرامچه ولسوالي چې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پرته ده، ورځ تر بلې ورته د راستنېدونکو کډوالو شمېر په لوړېدو دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس الله‌داد انقیادي سلام‌وطندار ته وايي چي یوازې تېره ورځ ۱۲ کورنۍ له پاکستان څخه دغه ولایت ته ستنې شوې دي.

د نوموړي په وینا، تراوسه دې ولایت ۸۱ کورنۍ راستنې شوي چې د سرپرست حکومت له لوري هرې کورنې سره ۱۰زره افغانۍ مرستې هم شوې دي.

د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس الله‌داد انقیادي زیاته کړه چې له دې کډوالو پرته له سپین‌بولدک څخه بیا هلمند ته تراوسه ۷۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي.

د تېرو ۲۶ ورځو پر مهال هغه کورنۍ چې په مستقیمه توګه هلمند ته راستنې شوي، شمېر یې ۳۴ کورنیو ته رسېږي.

په ورته مهال د هلمند بهرامچې او لښکرګاه-کندهار دو راهي سیمو کې راستنېدونکو کډوالو ته د اوسېدو لپاره لنډمهاله کمپ جوړ شوی چې د تنظیم چارې یې د مسوولانو او ګومارل شویو کمېټو له لوري پرمخ وړل کېږي.

له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړې سره هم‌مهاله راستانه شوي کډوال وايي، د اوسېدو لپاره د سرپناه سربېره باید د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې ورته برابرې شي.

دوی زیاتوي که څه هم خدمات ورته وړاندې کېږي، خو په وینا یې، د راستانېدونکو کډوالو شمېر لوړېدو له امله شته خدمات ورته بسنه نه‌کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د سرپرست حکومت مسوولان بیا وايي چې د امکان تر بریده به راستانه شویو کډوالو ته خدمات وړاندې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام