Asset 1SWN

د خوړو او درملو ملي اداره: هر کال افغانان د درملو پېر لپاره یو میلیارډ ډالر مصرفوي

نمایش‌گاه دارو 1

د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولان وايي چې افغانان د خپلو ناروغیو د درملنې او درملو پېر لپاره هر کال یو میلیارډ ډالر مصرفوي.

د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولانو دغه څرګندونې نن سه‌شنبه د غبرګولي ۲۳مه کابل کې د کورنیو درملو د تولیداتو نندارتون د پرانېستلو پر مهال کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې ادارې رییس عبدالباري عمر د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د سیمې هېوادونو په کچه افغانستان کې د درملو  استفاده ډېره ده او په وینا یې، لامل یې هېواد کې بې‌کیفیته درمل او قاچاق دی.

هغه وویل: «۴۰ میلیونه نفوس باید ولې د یو میلیارډ ډالرو درمل مصرف کړي؟ که ګاونډیو هېوادونو ته فکر وکړو، نو د دوی نفوس به له ۱۵۰ تر ۲۰۰ میلیونه وي، خو هر کال له شپږ تر اته سوه میلیونه ډالرو درمل مصرفوي، زموږ ولې یو میلیارډ دالر دي.»

یاد نندارتون کې مسوولانو وویل چې دا مهال هېواد ۶۲ کارخونې د درملو تولید برخه کې کار کوي چې شاوخوا ۸۱۰ قلمه درمل تولیدوي. د درملو تولیدونکو شرکتونه وايي، که هېواد ته د درملو د قاچاق مخه ونه نیول شي، د درملو تولید کارخونې به له دیوالي‌کېدو سره مخ شي.

د افغانستان د درملو صنعت استازي سیدنور پاشا وویل: «که دا وضعیت او د بې‌کیفیته درملو قاچاق روان وي، هېواد کې به نه یوازې دا چې د درملو د تولید کارخونې زیاتې نه‌شي، بلکې هغه چې اوس فعالې دي، یوه یوه به وتړل شي.»

د درملو تولیدونکي همداراز ټينګار کوي چې خلک دې هېواد کې له تولید شویو  کورنیو درملو استفاده وکړي او له حکومت غواړي، د هغو درملو د وارداتو مخه دې ونیسي چې په کور دننه تولیدېږي.

د درملو تولید شرکتونو یوه استازي مصطفی وویل: «هغه درمل چې په کور دننه تولیدېږي، نړیوال معیار لري، هیله مو دا ده، هغه درمل چې له هېواده بهر راواردېږي، بندې دې شي، څو خلک له خپلو محصولاتو استفاده وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې هر میاشت زرګونه افغانان د خپلو ناروغیو درملنې او تشخیص لپاره له هېواده بهر ځي او یادو هېوادونو کې د خپلې درملنې لپاره میلیونونه افغانۍ لګوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام