د افغاني سرې میاشتې ټولنه: د سترګو ۸۸۰۰ ناروغانو ته د درملنې زمینه برابرېږي

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د عامه اړیکو رییس غلام‌حبیب حسن حسام نن سه‌شنبه د غبرګولي ۲۳مه کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې د ملک سلمان خیریه بنسټ افغانستان کې د البصر نړیوال بنسټ له لوري کابل او کندهار کې اړمنو ته د سترګو ناروغیو درملنې زمینه برابروي.

د خوړو او درملو ملي اداره: هر کال افغانان د درملو پېر لپاره یو میلیارډ ډالر مصرفوي

د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولان وايي چې افغانان د خپلو ناروغیو د درملنې او درملو پېر لپاره هر کال یو میلیارډ ډالر مصرفوي.

د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولانو دغه څرګندونې نن سه‌شنبه د غبرګولي ۲۳مه کابل کې د کورنیو درملو د تولیداتو نندارتون د پرانېستلو پر مهال کړي دي.

فاریاب کې کروندګر: د وچکالۍ له امله مو حاصلات کم شوي

فاریاب کې یو‌شمېر کروندګر وايي چې د تېر ژمي پر مهال د ورښتونو کمښت له امله دغه ولایت کې وچکالي ډېره شوې او کښتونه یې د له‌منځه تلو ګواښ سره مخ دي.

د فاریاب یوه کروندګر حمیدالله سلام‌وطندار ته وايي چې ژوند یې پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی او سږکال یې د وچکالۍ په دلیل حاصلات سوځېدلي چې سخت یې اندېښمن کړي دي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له ۷۴کلونو وروسته نن ایران سره لوبه کوي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا هېوادونو فوټبال اتلولۍ سیالیو په لړ کې نن سه‌شنبه د غبرګولي ۲۳مه د ایران فوټبال ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ۷:۳۰ بجې د قرغزستان پلازمینې بېشکاک ښار په دولون عمرزاکوف لوبغالي کې پیل شي.

د هرات د کرنې ریاست: د للمي کښتونو حاصلاتو کې ۸۰سلنه کموالی راغلی

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې وچکالۍ د للمي کښتونو پر حاصلاتو اغېز کړی دی.

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست محمدنسیم سحر سلام‌وطندار ته ویلي چې روان کال د وچکالي له کبله دغه ولایت کې د للمي حاصلاتو کې ۸۰سلنه کموالی راغلی دی.