Asset 1SWN

فاریاب کې کروندګر: د وچکالۍ له امله مو حاصلات کم شوي

afghanistan-droughtsolutions-1

فاریاب کې یو‌شمېر کروندګر وايي چې د تېر ژمي پر مهال د ورښتونو کمښت له امله دغه ولایت کې وچکالي ډېره شوې او کښتونه یې د له‌منځه تلو ګواښ سره مخ دي.

د فاریاب یوه کروندګر حمیدالله سلام‌وطندار ته وايي چې ژوند یې پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی او سږکال یې د وچکالۍ په دلیل حاصلات سوځېدلي چې سخت یې اندېښمن کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی زیاتوي چې د وروستیو څو پرله‌پسې کلونو راهیسې د وچکالۍ څپې سره مخ دی او په وینا یې، هر څه چې کري، له‌منځه ځي او کښت کړي غنم یې ښه حاصل نه ورکوي.

نوموړي وویل: «سږکال مو غنم وکرل، وسوځېدل، څه وکړو ستونزې ډېرې دي. په کروندو کې بوخت یو او ګوډ هم یم. غنم سږکال ونه شول او د اقتصادي ستونزو له امله لوګري نشو اچولی. زه یې خپله لو کوم. څلور پنځه کال کېږي وچکالي ده او حاصلات سوځوي.»

په ورته مهال د فاریاب یوه بل کروندګر ۶۵کلن تاج‌محمد وویل چې پر ۵۰ هکټاره ځمکه یې غنم کرلي و چې د وچکالي له امله له‌منځه لاړل او ډېر زیانونه وراوښتي دي.

نوموړي وویل: «۲۰۰ من غنم مې کرلي، خدای خبر چې ۵۰ منه به هم حاصل ورکړي، که نه، ځکه حاصلات سوځېدلي او یوازې واښه یې ترلاسه کوو. د پالیزو لپاره مې درې ځله ځمکه قولبه کړه، خو د وچکالي له امله هغه هم سږکال نه کېږي.»

د فاریاب د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان بیا سږنۍ وچکالي د نورو کلونو په پرتله د اندېښنې وړ بولي. د فاریاب د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر غلام‌فاروق وویل: «وچکالي په ټولییزه توګه د دغه ولایت کروندګر ګواښي، ځکه د خلکو عاید کرنې پورې تړلی او له بده‌مرغه چې سږکال یې کروندګر ډېر ځپلي دي.»

د فاریاب د کرنې ریاست د ترویج مدیر زیاتوي چې د یاد ولایت په ځینو ولسوالیو کې کښتونه په بشپړه توګه او ځینو نورو کې بیا ۹۰سلنه له‌منځه تللي دي.

نوموړي وویل: «شاوخوا ۱۶۰زره هکټاره ځمکو باندې للمي او اوبه‌ییز غنم کرل شوي و چې ډېری سیمو کې للمي په بشپړه توګه له‌منځه تللي، لکه د اندخوی څلورګونو ولسوالیو کې، د شتونکوټ شمالي برخو کې ۹۰سلنه، سوېلي سیمې بیا غنیمت دي، بلچراغ ولسوالي کې ۹۵سلنه، قیصار کې ۹۵سلنه او اساسي ستونزه اوبه دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د فاریاب ډېری ځمکې للمي دي او د یاد ولایت ۸۵سلنه اوسېدونکي پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو ګڼ‌شمېر یې د وچکالۍ له امله کرنه پرېښي او نورو هېوادونو ته د کار په لټه وتلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام