هلمند کې یوشمېر کروندګر وايي چې سږکال دغه ولایت کې ګڼ‌شمېر کروندګرو پر خپلو ځمکو غنم کري او د وچکالي له امله یې پر خپلو کښتونو لوړ لګښتونه کړي، خو اوس یې د پلور ټيټو بیو اندېښمن کړي دي.

د هلمند د نهراج سراج ولسوالي یو‌شمېر کروندګر سلام‌وطندار ته وايي چې د غنمو بیې ټيټې شوي او په وینا یې، خپل کړي لګښتونه نه پوره کوي. دوی زیاتوي چې پر خپلو کښتونو یې لوړ لګښتونه کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه کروندګر له حکومت غواړي چې د کرنیزو توکو د بیو کنټرول او ټيټېدو برخه کې له دوی سره همکاري او لاسنوی یې وکړي.

د هلمند یوه کروندګر ګران وویل: «موږ چي هرڅه مصرفونه وکړو موږ ته هېڅ هم نه پاتې کېږي، موږ همداسې تش لاس ترې وځوو، د کور مصارف نشو پوره کولای. بل هېڅ شی موږ نه‌لرو، هنداري او ټول شیان موږ په ایجاره اخیستي دي.»

په ورته مهال د هلمند یو‌شمېر اوسېدونکي بیا وايي چې د بې‌وزلۍ له امله پر دې بیه هم غنم نه‌شي پېرلی. د هلمند یوه اوسېدونکي ګل‌اغا وویل: «سر او کال زه دلته په دې منډوي کې کار کوم تاسو د دې ځای له دکاندارانو څخه پوښتنه کولای شئ، زه غنم په من کټ رانیسم، ما تېر ژمی ټول په همدې ډول تېر کړی او غنم اوس په څلورسوه  پاکستانۍ کالداري دي، خو بیا هم د یوې بوجۍ غنمو توان نه‌لرم اوس مجبوره یم چې په پور يې واخلم.»

بل‌خوا د هلمند محلي مسوولان وايي چې د کرنیزو محصولاتو برخه کې د عرضې او تقاضا انډول ساتلو لپاره یو لړ پروګرامونه تر لاسه لاندې لري چې پر مټ به یې دغه ولایت کې نورو کرنیزو توکو ترویج، پروسیس او بازار موندنې ته زمینه برابره کړي.

د دوی په وینا، دې کار سره به دغه ولایت کې خلکو ته د کار زمینه برابره شي او کروندګر به د غنمو ترڅنګ نور کرنیز توکي هم کښت کړي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض وویل: «د زراعت په برخه کې ځینې نور کرنیز توکي دي، لکه د اینجې بوټی، زعفران، ریحان او مالوچ چي د دې بازار او مارکیټ پیدا کولو لپاره کار روان دی، کارخونې به يې د پروسیس لپاره جوړېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هلمند کې کروندګر داسې مهال د غنمو بیو له ټيټوالي اندېښنه ښيي چې تېر کال هم دغه ولایت کې خلکو د غنمو بیو له لوړوالي شکایت کاوه.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام