د پکتیکا ولایت اوسېدونکي د دغه ولایت په مرکز او یو‌شمېر ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو له نشتون څخه شکایت کوي او وايي چې د دې ولایت روغتیايي خدمات په نشت حساب دي.

د پکتیکا د مرکز ښرنې، وازېخوا، خوشامند، وړممۍ او ګومل ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکو سلام‌وطندار ته وايي چې د روغتیا په برخه کې له پراخو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی زیاتوي چې په ځينو ولسوالیو کې هېڅ روغتون نشته او هغه سیمې چې روغتون او روغتیايی مرکزونه لري د ډاکټرانو او درمل څرک په‌کې نه لیدل کېږي.

دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې ولس ته د ژوند اساسي خدمات وړاندې کړي او له دې ستونزو یې خلاص کړي.

د پکتیکا اوسېدونکی توکل سلام‌وطندار ته وايي: «ځینو سیمو کې خو بیخي روغتون نشته او که وي، نه ډاکتران شته، مسلکي ډاکترانو خو بیخي لرې خبره ده. موږ خپل ناروغان لرو پرتو ولسوالیو څخه مرکز ته راوړو چې د ناروغ لپاره ډېر لوی تکلیف وي.»

په ورته مهال د پکتیکا د وړممۍ ولسوالي یو اوسېدونکی شېرخان وايي چې د تېرو دوو لسیزو جګړو هر ډول امتیازاتو څخه بې‌برخې کړي دي. هغه له دولت او نړویوالې ټولنې غواړي چې پکتیکا کې د پوهنې، روغتیا او د کرنې برخې او بشري مرستو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.



هغه وویل: «تېرو شلو کلونو کې موږ ته نه یو ښوونځی جوړ شوی او نه یو روغتون، نه یوه مرسته راسره شوې. نه یو کاریز، نه یو کانال جوړ شوی. خلک له پراخو ستونزو سره مخ دي او ځینې له دې ځایه تللي. داسې خلک هم شته چې د سبا او بېګاه نه‌لري.»

بل‌خوا د پکتیکا مرستیال والي محب‌الله حماس مني چې یوشمېر لرو پرتو ولسوالیو کې عام خلک روغتیايي ستونزو سره مخ دي، خو ژمنه کوي چې دغه ستونزه به ژر تر ژره هواره شي.

نوموړی وايي چې یادې ستونزې له مخکیني حکومت ورته پاتي او په دغه ولایت کې د اسلامي امارت مسوولان هڅه کوي، څو لرو پرتو ولسوالیو کې د خلکو ستونزې هوارې او ښه خدمات ورته وړاندې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتیکا اوسېدونکي په داسې حال کې د روغتیايي خدماتو نه‌شتون څخه شکایت کوي چې له دې وړاندې ګڼ‌شمېر نړیوالو بنسټونو ویلي، د افغانستان روغتیايي نظام د پاشلتیا له ګواښ سره مخ دی او که دغه هېواد ته بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، د تاریخ ستر ناورین به رامنځته شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام