د بادغیس یو‌شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت‌، ولایتي روغتون په ګډون په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د درملو له کمښت څخه شکایت کوي او وايي، اړ دي چې د خپلو ناروغانو د اړتیا وړ درمل، د مرکز قلعه‌نو ښار له درملتونونو څخه په لوړه بیه وپېري.

د مُقر ولسوالي اوسېدونکی جمعه‌خان په دې اړه وايي: «پرون یې د سېرم یوه نسخه راکړه چې له باندې مې راوړل، ځکه روغتون کې نه و. له دولت څخه مې غوښتنه دا ده چې درمل وړیا کړي، بې‌وزله او غریب کسان یې د پېرلو وس نه لري.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د قلعه‌نو ښار اوسېدونکی حاجي عبدالرحمن بیا وايي چې کلینیک کې د درملو د کمښت له امله اړ شوی چې یوه نسخه درمل له یوه خصوصي کلینیک څخه په ۴۰۰ افغانۍ وپېري.



د بادغیس د ولایتي روغتون مسوولان بیا وایي، په ټولو روغتیایي مرکزونو کې په کافي اندازه درمل شته او د اړتیا پرمهال ناروغانو ته ورکول کېږي.

د بادغیس د عامې روغتیا رییس محمداصف قانت هم روغتیایي مرکزونو کې د درملو کمښت ادعا په کلکه ردوي او وايي چې د درملو د کمښت په برخه کې هېڅ  ستونزه نشته.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بادغیس د روغتیایي مسوولانو په خبره، اوس په دغه ولایت کې ۵۲ روغتیایي مرکزونه خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام