Asset 1SWN

بادغیس کې «بوټولېزم» ناروغي د یوې کورنۍ څلور غړي مړه کړي

بوتو-1-qa0m4n8g68snpdjbvlo8casggaipqu1l5wztnyl9xk

د بادغیس روغتیايي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په قادس ولسوالي کې د یوې کورنۍ څلور غړي پر «بوټولېزم» ناروغي د اخته کېدو له کبله مړه شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د بادغیس د مرکزي روغتون سرطبیب اجمل عاطف وايي، یاد کسان د روانې اوونۍ په لومړیو ورځو کې داسې مهال چې روغتیايي وضعیت یې نازک و، دغه روغتون ته ور وړل شوي وو.

د نوموړي په وینا، لومړی د دې کورنۍ یو غړی او بیا درې نور د هرات حوزوي روغتون ته له لېږدول کېدو وروسته مړه شوي دي. عاطف زیاتوي، په مړو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان شامل دي چې له شپږو تر دېرشو کلونو عمر یې درلود.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بوټولېزم د خوړو له لارې انسان مسموموي، عصبي سېسټم او د وجود غړي یې زیانمنوي یا یې هم د مړینې لامل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام