Asset 1SWN

پروان ته له پنجشېر نه د بې‌ځایه شویو کورنیو شکایت

پروان

پروان ولایت ته له پنجشېر نه د جګړو له کبله سلګونه بې‌ځایه شوې کورنۍ شکایت کوي چې د ژمي په را رسېدو سره سره ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې. دوی له اسلامي امارت او  مرستندویه ادارو څخه د لومړنیو مرستو غوښتونکي دي.

ثریا او ضیاګل هغه مېرمنې دي چې له خپلې لس‌ کسیزې کورنۍ سره د پنجشېر له شتل ولسوالي نه د چاریکارو ښار ۱۳مې ناحیې ته راکډه شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دوی وايي، هلته یې جوړ کورونه په جګړه کې وران شول او دلته په نیم‌جوړ کورونو کې د یخنۍ سختې شپې او ورځې تېروې. دغه مېرمنې زیاتوي چې له یوې خوا ژمی راغلی او بله‌خوا دوی نه یوازې د کورونو تودولو لپاره څه نه لري، بلکې خوړو ته هم حیران دي.

که څه هم د پنجشېر ولایت چارواکي ټینګار کوي چې د جګړې له امله د دغه ولایت بې‌ځایه شوي دې خپلو مېنو ته ورستانه شي، خو د دغه ولایت ۷۰کلن اوسېدونکی دلاور وايي، خپلو مېنو هغه وخت ستنېدای شي چې حکومت یې ویجاړ کورونه ورته ورغوي.

په همدې حال کې نوراغا چې ځان پروان ته د پنجشېر د را بې‌ځایه شویو له ډلې معرفي کوي وايي، له ۵۰۰-۶۰۰ کسان له پنجشېر نه دغه ولایت ته بې‌ځایه شوي چې اوس له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. هغه وايي، یاد بې‌ځایه شوي بیړنیو مرستو ته اړتیا لري او په‌کار ده چې لاسنیوی یې وشي.

بله‌خوا د پروان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د بې‌ځایه شویو عمومي مدیر فیض‌محمد ګلبهاري وايي، له پنجشېر څخه دغه ولایت ته ټول‌ټال ۴۰۰ کورنۍ ور بې‌ځایه شوي چې په وینا یې، ۱۰۰ هغه یې اړمنې په پېژندل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او نورو مرستندویه ادارو له هرې کورنۍ سره د خوراکي توکو ترڅنګ، ۱۲۲۰۰ افغانۍ او ۴۲۰ امریکايي ډالره مرسته شوې ده. د نوموړي په خبره، اوس پروان ته له بېلابېلو ولایتونو ۷۲۰۰ کورنۍ ور بې‌ځایه شوې دي.

په پنجشېر کې د وروستیو جګړو له کبله د دغه ولایت ګڼ‌شمېر اوسېدونکي پلازمېنې کابل او پروان ولایتونو ته کډه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام