کابل ته له سوېلي ولایتونو بېځایه شوې سلګونه کورنۍ د ژمي په رارسېدو سره له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
دغه کورنۍ چې له هلمند، کندهار، زابل او روزګان ولایتونو د وچکالۍ او جګړو له امله کلونه وړاندې کابل ته بېځایه شوي، وايي چې ژمی په رانږدې کېدو دی او حکومت باید ورسره مرستې وکړي.
دوی چې شمېر نږدې ۱۲۰۰ کورنیو ته رسېږي، د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند قمبر څلور لارې کې د بېځایه شویو یوه کمپ د ژوند شپې او ورځې سبا کوي.
مېرمن کشمیره چې ۶۰کاله عمر لري وايي، تراوسه ورسره مرسته نه ده شوې. نوموړې وویل: «هېچا مرسته نه ده کړې، وايي نن لاړ شه سبا راشه. دا دی ژمې راغی، څه وکړو، له دې چې مو له یوې مخې ووژني او ټانګونه راباندې تېر کړي ښه ده. له مرګه بله لار نه لرو.»
په ورته مهال دغه بېځایه شوي وايي چې د بېوزلۍ له امله زدهکړې ورڅخه پاتې او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
جبار چې د بېځایه شویو دغه کمپ کې اوسېږي، وايي، د یوې مړې ډوډۍ پیدا کولو لپاره له سهاره تر ماښامه کابل کې د خلکو بوټان رنګوي. د نوموړي په وینا، که یې وطن کې جګړه نه وای، زدهکړې به یې کړې او ژوند به یې بدل وای.
نوموړي وویل: «زه خپله د خلکو بوټان رنګوم، همدلته ښار کې یو ځای بل ځای، زه نهم صنف کې وم چې مکتب راڅخه پاتې شو، یعنې مجبوریت و، اوس نو کله ۶۰ او کله ۵۰ افغانۍ پیدا کوم او کله هیڅ هم نشي.»
په ورته وخت کې د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي، هېواد کې له ۳میلیونه بېځایه شویو څخه یو میلیونو ته یې مرستې رسولي او ۸۰زره کورنۍ یې خپلو مېنو ته بېرته ستنې کړې دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني سلاموطندار ته ویلي، هغه بېځایه شوې کورنۍ چې په خپله خوښه خپلو مېنو ته ستنېدل غواړي، دوی ورسره نغدي مرستې هم کوي.
نوموړي وویل: «تقریباً ۸۰زره کورنۍ خپلو مېنو ته ستنې شوي دي. له دوی سره نغدي مرستې هم شوي دي. ټرانسپورټ هم ورته برابر شوی او په خپلو ولایتونو کې اړوندو ریاستونو ته هم ورپېژندل شوي چې په راتلونکي کې مرستې ورسره وکړي.»
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري په تازهګۍ سره ویلي چې افغانستان کې ۳.۴ میلیونه کسان د جګړو، وچکالۍ او نورو لاملونو له کبله بېځایه شوي دي. خو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا هېواد کې د بېځایه شویو کورنیو شمېر ۳ میلیونه بولي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې ګنشمېر افغانان هڅه کوي، څو نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو په موخه کډوالي وکړي.