له  تېرو څو کلونو راهیسې کابل ته له ولایتونو څخه د جګړو، وچکالۍ او نورو ناخوالو له امله لسګونه بې‌ځایه شوې کورنۍ نن د کابل د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست له‌خوا خپلو ولایتونو ته ستنې کړل شوې.

د کابل د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس عبدالمتین رحیمزي ولایتونو ته د دغو بې‌ځایه شویو د بېرته ستنېدو په تړاو جوړو شویو مراسمو ته وویل، هره هغه بې‌ځایه شوې کورنۍ چې خپلو ولایتونو ته لېږدول کېږې د کرایې لپاره یې د ملګرو‌ملتونو د کډوالوعالي کمېشنرۍ له‌خوا ۲۰۰ ډالر په پام کې نیول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د نوموړي په وینا، دغو کورنیو سره به په خپلو ولایتونو کې هره میاشت ۴۰۰ امریکايي ډالر هم  مرسته کېږي. د کابل د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس همداراز زیاتوي چې پر بې‌ځایه شویو کورنیو د مرستو وېش لړۍ یې شفافه ده.

په ورته مهال هغه کورنۍ چې مېنې یې ویجاړې شوې او د بېرته رغولو توان یې نه‌لري، له مرستندویه بنسټونو او د اسلامي امارت له سرپرست حکومت غواړي چې لا ډېرې مرستې ورسره وکړي.

۳۵کلنه پلوشه چې د کندوز ولایت اصلي اوسېدونکي ده، وايي، د تېرو جګړو پرمهال یې خاوند وژل شوی اود خپلو درېوو اولادونو د ساتنې مسوولیت ورپه غاړه دی.

نوموړې وویل: «موږ له جنګونو کابل ته راغلي وو، دلته اوسېدوو، اوس لپاره همدا پیسې هم بس دي، خو هلته وطن کې مو کورونه وران دي، بمبار شوي، موږ ته باید کورونه جوړ شي.»

په همدې حال کې حمیدالله چې د سرپل ولایت اصلي اوسېدونکی دی او د جګړو له امله کابل ته بې‌ځایه شوی و، وايي، خوښ دی چې بېرته خپل ولایت ته ستنېږي.

هغه وویل: «هېڅ خبر نه وم چې دلته موږ ته پیسې راکول کېږي، خو پرون یې دغه ټوکن راکړه او نن دا دی پیسې مې واخیستې. خوشاله یم، هو خپل کلي او وطن ته ځو، هماغه ځای راته ښه دی. موږ ډېر ښه وطن لرو، هلته به ښه ژوند وکړو انشاء‌الله اوس خو جنګ نشته.»

هېواد کې له کلونو راهیسې سیاسې بې‌ثباتۍ او بې‌وزلۍ میلیونونه کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي چې ګڼ‌شمېر یې ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

همداراز میلیونونه اروپا ته د خوارۍ او مزودرۍ په نیت تللي چې همدومره شمېر بیا په کور دننه بې‌ځایه شوي هم دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام