Asset 1SWN

ملګري‌ملتونه: ګڼ‌شمېر خلک اړ دي د خوړو او کورونو ګرمولو ترمنځ یو انتخاب کړي

sssssssssssssssssssss

ملګرو ملتونو پرون جمعه د لړم ۲۰مه ویلي چې افغانستان، منځني ختیځ او اوکراین کې میلیونونه کسان چې د جګړې او زورزیاتي له امله له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي، ښايي له سخت ژمي سره مخامخ شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) په یوه راپور کې ویلي چې د دغه هېوادونو اوسېدونکي لا له وړاندې د کورونا، د خوراکي او سوند توکو د بیو لوړوالي او د اقلیمي بدلون له اوږد مهاله اغېزو سره مخ دي او راروان ژمی به یې ستونزې لاپسې ډېرې کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دغه راپور له مخې، د افغانستان په ځینو برخو کې د حرارت درجه منفي ۲۵ سانټي‌ګراډ ته رسېږي او دغه هېواد کې بې‌ځایه شوې کورنۍ له سختې یخنۍ سره مخ کېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ راپور کې راغلي، د ژمي سړه هوا په داسې حال کې افغانستان اغېزمنوي چې د دغه هېواد اقتصاد د پاشل‌کېدو له ګواښ سره مخ دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنري ویاند اولګا سرادو د سويس په پلازمېنه جېنوا کې خبریالانو ته ویلي، افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د اړتیاوو زیاتېدو ته په کتو دغه هېواد سره د مرستو او مالي پروګرام لیدلوری خواشینونکی دی.

د کډوالو عالي کمېشنري په تازه‌ګۍ سره د مرستو راټولولو لپاره یو نړیوال کمپاین پیل کړی، څو په ټوله نړۍ کې هغو کورنیو سره چې له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي، راروان ژمي کې مرستې وکړي.

دغه سازمان ویلي، راروان ژمي کې به ګڼ‌شمېر کورنۍ اړ شي چې د خوړو او د کورونو د ګرمولو څخه یو انتخاب کړي.

دا په داسې مهال دی چې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د روانې لړم میاشتې په لومړیو کې ویلي و چې ۷۹سلنه افغانان د خپلو کورونو ګرمولو لپاره څه نه‌لري.

د دغه بنسټ په وینا، ۵۶سلنه کورنۍ هم ژمي کې د خپلو اولادونو لپاره د ګرمو جامو د اخیستلو توان نه‌لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان کې د وروستیو جګړو سربېره طبیعي پېښو ګڼ‌شمېر کورنۍ له خپلو مېنو او ښارونو بې‌ځایه شوي چې اوس په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي او د ژوند له لومړنیو امکاناتو بې برخې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام