د قطر العدید هوايي ډګر ته څېرمه د یوشمېر امریکايي بي۵۲ جنګي الوتکو د ځای پر ځای کېدو خبرونو د خپرېدو په درشل کې دلته په افغانستان کې له دغه هېواد څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي، خو د حکومت لوړپوړو امنیتي چارواکو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال که څه هم ترهګري لا هم یو جدي ګواښ یاد کړ، خو په وینا یې، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلې خاورې او خلکو د دفاع وړتیا لري.

د ملي امنیت عمومي رییس احمدضیا سراج وايي، اوس هم یوشمېر ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي او نه یوازې د هېواد، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی. د سراج په وینا، د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د سي‌آی‌اې او د نړۍ له نورو استخباراتي بنسټونو سره په اړیکه کې دی او د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې مبارزې کار کوي.

په همدې حال کې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم وايي چې طالبان په درواغو خبرو سره پر دې باور دي چې د جګړې له لارې به پر افغانانو واک وچلوي، خو په وینا یې، دا ناشونی دی.

هغه له طالبانو وغوښتل چې سولې ته غاړه کېږدي. د محب په وینا، د استانبول ناستې ځنډېدل په ډاګه کوي چې طالبان سولې ته ژمن نه دي او لا هم د جګړې په لټه کې دي.

بله‌خوا د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات‌الله حیات په دې ناسته کې د امنیتي ځواکونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او افغانانو ته یې ډاډ ورکړ چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلې خاورې او خلکو د دفاع وړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د رامنځته کېدونکي امنیتي وضعیت په تړاو اندېښنې راپورته شوې وې، خو اوس له هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټې په رانږدې کېدو سره دا اندېښنې نورې هم زیاتې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام