په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ عمومي قوماندان کېنټ مکېنزي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته وضعیت په اړه د اندېښنې ښودلو ترڅنګ ویلي، افغان ځواکونه له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته هم ملاتړ ته اړتیا لري.

هغه دا څرګندونې پرون د امریکا د سنا پوځي خدماتو کمېټه کې کړې دي. مکېنزي اندېښنه ښودلې چې افغان ځواکونه به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په استخباراتي او جګړه‌يیزه برخه کې هغه ملاتړ ونه لري چې له کلونو راهیسې یې درلود. د نوموړي په وینا، افغان ځواکونه د بهرنیو سرتېرو په ملاتړ د طالب ډلې پر وړاندې لاسبري وو او که هغوی را ووځي، وېره شته چې تر خپل واک لاندې سیمې به له لاسه ورکړي.

په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ قوماندان ویلي چې طالبان له افغانستانه بهر پټنځایونه لري او له دې لارې ځان تجهیزولای شي. مکېنزي زیاته کړې چې د امریکا پوځ تر دې وروسته پر داسې پلان کار کوي چې له مخې به یې د ترهګرۍ پر وړاندې خپل دوامدار څار او عملیاتو ته دوام ورکوي. هغه ټینګار کړی چې پر هغو افراطي ډلو به فشار راوړي چې په افغانستان کې د خپل پایښت لپاره جګړه کوي.

افغان حکومت تر اوسه د مکېنزي څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې ولسمشر محمداشرف غني ویلي و چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپل هېواد او خلکو د دفاع او ساتنې وړتیا لري.

ولسمشر پرون په کندهار کې یوې ولسي غونډې ته په خبرو کې ډاډ څرګند کړ چې نړیواله ټولنه د سولې او نورو تړونونو له مخې، تر راتلونکو درېوو کلونو پورې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي او په وینا یې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو هرکلی کوي.

ټاکل شوې امریکايي ځواکونه د روان زېږدیز کال د سپمټمبر تر یوولسمې له افغانستان څخه ووځي. ناټو هم اعلان کړی چې خپل سرتېري به له امریکايي ځواکونو سره یوځای وباسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام