د امریکا ولسمشر جو بایډن تازه اعلان کړی چې د روان میلادي کال د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې پورې به خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي. بایډن ټینګار کړی چې له افغانستانه یې د ځواکونو له وتلو وروسته به هم د دغه هېواد ملاتړ او مرستو ته دوام ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، امریکا په افغانستان کې خپل پوځې شتون پای ته رسوي، خو سیاسي هغه به یې دوامداره وي.

د سیاسي چارو شنونکی بسم‌الله رنجبر وايي، امریکا اوس د افغانستان پر ټولو سیمو د هوا او ځمکې له لارې واکمن دی؛ نو ځکه یې نظامي حضور ته نوره اړتیا نشته. د هغه په خبره، امریکا به هېڅکله د روسیې او چین پر وړاندې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره افغانستان ته شا نه کړي.

رنجبر زیاتوي، امریکا په افغانستان کې د پوځي حضور په پای ته رسولو سره غواړي چې په امریکا کې عامه افکار جوړ او د طالبانو هغې پلمې ته هم د پای ټکی کېږدي چې تل یې د امریکايي ځواکونو نه وتل د جګړې د دوام او د سولې خبرو کې د دې ډلې د نه ګډون لامل بللي دي.

په همدې حال کې ځینې شنونکي بیا وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به د سولې خبرو جوړښت بدل کړي.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي، د سولې خبرو کې د ګډون لپاره د طالبانو مهم شرط له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل و او د بایډن په وروستۍ پرېکړې سره به یې دا غوښتنه هم پوره شي.

د هغه په خبره، اوس باید طالبان خپله غوښتنه په روښانه ډول وړاندې کړي او تر هغه چې افغان دولت او طالبان په رښتیني ډول سوله و نه غواړي او لپاره یې قرباني ور نه کړي، په هېواد کې روانه جګړه به همداسې دوام ولري.

د شنونکو په بار،و سیاستوال او واکمنان باید په خپلو کې خبرې وکړي، څو د تلپاتې سولې لپاره یوه لاره ولټوي؛ ځکه نړیواله ټولنه تر ابده د افغانستان ملاتړ نه شي کولای. د دوی په خبره، په افغانستان کې ټول اړخونه باید یو د بل منلو ته غاړه کېږدي، څو د راتلونکو نسلونو لپاره د ژوند کولو فرصت برابر شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام