د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي چې افغانستان کې د بشردوستانه مرستو کموالي له کبله نهشي کولای چې د خوړو، روغتیايي خدمتونو او څښاک اوبو برابرولو برخه کې د افغان ماشومانو بشپړ ملاتړ وکړي.
یونیسف تازه ویلي چې په روان ۲۰۲۳ کال کې د افغان ماشومانو لپاره د روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د خپلې بودیجې یوازې ۲۲،۴ سلنه برابره کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یونیسف زیاته کړې: «موږ نهشوو کولای چې افغان ماشومانو ته د پاکو اوبو رسولو، روغتیا او خوړو په برخه کې پوره مرستې برابرې کړو. موږ په ۲۰۲۳ کال کې افغان ماشومانو ته د بشردوستانه مرستو رسولو په موخه تر اوسه یوازې ۲۲،۴ سلنه بودیجه ترلاسه کړې چې د خدمتونو وړاندې کولو لپاره بسنه نه کوي.»
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي چې افغانستان کې د لوږې تر ټولو ډېر زیان ماشومانو ته رسېدلی او په خبره یې، په ۲۰۲۳ کال کې ۹۰۰ زره ماشومان د وزن کمولو له اړخه ځورېږي. یونیسف د افغانستان د روغتیايي برخې لپاره د ډېرو مرستو غوښتنه هم کړې ده.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند شرفت زمان امرخېل هم مني چې د اومیندواره مېرمنو او ماشومانو د ملاتړ لپاره د یونیسف مرستې مهمې دي، خو په وینا یې، که دا مرستې کمې شي، د افغانستان روغتیايي برخه به له سختو ستونزو سره مخامخ شي.
خو د روغتیايي برخې یو کارپوه فدامحمد پیکان بیا باور لري چې د یونیسف دا اندېښنه کومه نه وې خبره نهده او په خبره یې، دا اداره هر کال د خپلې بودیجې برابرولو په موخه ورته اندېښنې کوي.
دا داسې مهال ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د دوحې غونډې ته ویلي و چې د دغه سازمان د بشردوستانه مرستو پروګرام چې د ۴،۶ میلیارډه ډالرو غوښتنه یې کړې وه، تر اوسه یې یوازې ۲۹۶ میلیونه ډالره ترلاسه کړې دي. هغه ویلي و چې افغانستان له تر ټولو ستر بشري ناورین سره مخامخ دی او ۹۷ سلنه افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.