ولسمشر محمداشرف غني وايي، افغانستان د سقوط په پړاو کې نه دی او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواک ډول د هېواد او خلکو د دفاع وړتیا لري. ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر دا څرګندونې پرون ماښام په انلاین ډول د نظامي ګنجوي نړیوال مرکز په غونډه کې کړې دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، محمداشرف غني په دې غونډه کې ټینګار کړی چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له کلونو راهیسې ۹۴ سلنه عملیات په خپلواک ډول کوي. خبرپاڼه زیاتوي، ولسمشر یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو په اړه د امریکا وروستۍ پرېکړې ته درناوی کوي او د پلي کېدو په برخه کې به یې همکاري ورسره وکړي.

ولسمشر غني ویلي، د امریکا وروستۍ پرېکړې د دې لامل شوه چې د امریکايي ځواکونو د وتلو او نه وتلو په اړه د خلکو اندېښنې پای ته ورسېږي. هغه زیاته کړې، افغانستان اوس له یوې خوا د سولې پروسې، سیمه‌ييز اتصال او همکاریو له نوې بڼې او بله‌خوا د ترهګرو او مجرمانو له نړیوالو شبکو سره مخامخ دی.

نوموړي ویلي چې د ترهګرۍ او جرمي شبکو له کبله د پېښ ناورین مدیریت لپاره باید له افغانستان سره همکارۍ دوام ومومي. ولسمشر د خپلې وینا په یوه برخه کې ویلي چې طالبان دې یا سولې ته غاړه کېږدي او یا به یې هم پر وړاندې مبارزه روانه وي. محمداشرف غني سوله‌ييز او له تاوتریخوالي او جګړې لرې افغانستان د پاکستان په ګډون، د سیمې هېوادونو لپاره مهم بللی دی.

هغه د سولې لپاره د خپلې وروستۍ طرحې په اړه ویلي چې یاده طرحه پر اوربند، د تلپاتې او عادلانه سولې راتلو او د ټاکنو کېدو ولاړه ده. ولسمشر غني زیاته کړې چې سولې ته د رسېدو لپاره تیار دی، څو د خپلې ولسمشرۍ دورې له پای ته رسېدو مخکې ټاکنو ته لاره هواره کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وړمه شپه له افغانستانه د خپلو سرتېرو اېستلو نېټه اعلان کړه. د نوموړي په خبره، د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ به د روان میلادي کال د مې په لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر په یوولسمې به پای ته ورسېږي. ناټو هم ویلي چې دغه سازمان به له امریکايي ځواکونو سره یوځای خپل سرتېري له افغانستانه وباسي.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې د ځواکونو له اېستلو وروسته به هم په ډیپلوماټیکه او بشري برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. بله‌خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون په ارګ کې له ولسمشر غني سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د سرتېرو اېستل یې د دواړو هېوادونو د سټراټېژيکو اړیکو د کمزورتیا په مانا نه دي او هېواد به یې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي.

طالب ډلې که څه هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د دغه هېواد د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې هرکلی کړی، خو په دغه کار کې د ځنډ له امله یې امریکا د دوحې هوکړې پر نقض تورنه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام