د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ ناستې په پای کې ویلي چې د ناټو متحدانو ترمنځ په دې اړه خبرې روانې دي چې څنګه کولای شي، طالبان اړ کړي، څو خپلو کړیو ژمنو باندې عمل وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې ناټو له خپلو شریکانو او متحدانو سره په دې اړه په سلا مشورو بوخت دی چې طالبان دې ته اړ کړي، څو د دوی له لوري د ترهګرۍ، بیاځلي افغانستان د ترهګرو په ځاله نه بدلېدل، د بشرحقونو او په خوندي توګه د بهرنیو او افغان وګړو د وتلو په اړه خپلو کړیو ژمنو باندې عمل وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سټولټنبرګ ویلي، هغه څه چې په افغانستان کې پېښ شوي، د دغه هېواد خلکو ته یوه تراژيدي ده. هغه ټينګار کړی، دغه وضعیت ټولو متحدانو ته چې کلونه یې له افغانستان څخه ملاتړ کړی، هم د اندېښنې وړ ده.

په ورته مهال نوموړي همداراز له افغانستان څخه د افغانانو د راېستلو لړۍ له دوام څخه ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې امریکا او د ناټو نور متحدان په دې بریالي شوي چې له دغه هېواد څخه ۱۲۰۰۰۰ افغانان بهر ته ولېږدوي.

د هغه په خبره، ناټو په خپل ملکي ماموریت سره په هوايي ډګر کې مهمه رول ادا کړی او اوس په دې د هغو افغانانو د ځای پر ځای کولو لګیا ده چې له افغانستان څخه راوتلي دي. هغه په دې اړه په وروستیو اوونیو کې د پام وړ پرمختګونو خبر ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ناټو دفاع وزیرانو غونډه د پنج‌شنبه او چهارشنبې په ورځو جوړه شوې وه چې د ترهګرۍ او افغانستان په اړه یې بحث او خبرې وکړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام