د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې د ترهګرۍ او افغانستان په اړه د دغه سازمان د دفاع وزیرانو غونډه به نن د دوه ورځو لپاره په بروکسل کې جوړه شي. ټاکل شوې چې په دغه ناسته کې به له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو په اړه بحث او خبرې وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌باڼه وڅارئ

سټولټنبرګ زیاته کړې چې د ناټو غړي هېوادونه له لرې لارې د ترهګریزو ګواښونو سره د مقابلې توان لري. د ناټو سرمنشي ټينګار کړی چې دغه سازمان او متحدان به یې طالبان د ترهګرۍ، بشرحقونو او له افغانستان څخه په خوندي توګه د افغان‌همکارانو د وتلو په اړه د خپلو کړیو ژمنو لپاره ځواب ویونکي وي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال سټولټبرګ ویلي چې نړۍ‌واله ټولنه پر طالبانو اقتصادي او ډېپلوماتیک فشار لري. هغه څرګنده کړه چې د وضعیت روښانولو لپاره د دغه سازمان له لوري ارزونه پیل شوې او نن به په دغه ناسته کې د ناټو دفاع وزیران له نړۍ‌والې ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پر یووالي ټينګار وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام