د افغانستان کرېکټ بورډ د عربي متحده اماراتو پر وړاندې د راتلونکو درېوو شل اووره سیالیو لپاره ۲۳ کسیزه لوبډله اعلان کړې چې ځینې ځوان لوبغاړي هم په دغه نوملړ کې لیدل کېږي.

 اعلان شوې ۲۳کسیزې لوبډلې کې ځینې داسې ځوان لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی چې د افغانستان په نولس کلنه او کورني کرېکټ کې ښه ځلېدلې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کرېکټ بورډ د معلوماتونو له مخې، اعلان شوې ۲۳ کسیزه لوبډله به راتلونکې اوونۍ عربي‌‌متحده اماراتو ته سفر وکړي او له تمریناتي کمپ وروسته به ۱۵-۱۷ کسیزه لوبډله جوړه شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ هیله ښودلې چې له ۲۳ کسیزې لوبډلې به ځینو ځوان لوبغاړو ته هم د لوبو کولو موقې ورکړل شي.

په اعلان شوې ۲۳ کسیزه لوبډله کې راشد‌خان لوبډلمشر، رحمن‌الله ګربز، عبدالرحمن رحماني، افسر ځاځی، عظمت‌الله عمرزی، بلال سمېع‌، فریداحمد ملک، فضل‌الحق فاروقي، کریم جنت، ګلبدین نایب، حضرت‌الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، مجیب‌الرحمن، نجیب‌الله ځدراڼ، ننګیال خروټی، نوین‌الحق، نجات مسعود، نوراحمد، رحمت شاه، صدیق الله اتل، شاهد‌الله کمال، شرف‌الدین اشرف او ظاهر خان شامل دي.

که څه هم د کرېکټ ځینې مینه‌وال او کارپوهان د افغانستان پر کرېکټ بورډ نیوکه کوي چې ځوان لوبغاړو ته د لوبېدو کمه موقې ورکوي، خو کرېکټ بورډ بیا په وار وار ویلي، ځوان لوبغاړو ته یې د لوبېدو چانس ورکړل دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ

کرېکټ بورډ په دې اړه یوې خبرپاڼه کې ویلي: «د افغانستان کرېکټ بورډ په دې هڅه کې دی چې د خپلو اوږدمهالو پلانونو له مخې یوشمېر ځوان لوبغاړي هم ملي لوبډلې ته وټاکي، څو په راتلونکي کې د شل اوریزو سیالیو لپاره یوه پیاوړې او متوازنه لوبډله ولري».

په ورته مهال د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې دغه سیالۍ د افغانستان او عربي متحده اماراتو د کرېکټ بورډونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د تړون له مخې، ترسره کېږي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د افغانستان ملي لوبډله به د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په ۱۶، ۱۸ او ۱۹مه د عربي‌ متحده اماراتو په کوربه‌توب د دغه هېواد له ملي لوبډلې سره درې شل اووره سیالي وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام