Asset 1SWN

کورونا په یوه شپه او ورځ کې ۴ کسان مړه کړي او ۶۲ پرې اخته شوي

Corona7-270x152 (1)

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۴ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۶۲ نور پرې اخته شوي دي. تازه پېښې په ۸ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې لیکلي چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې د ۲ زره او ۳۵ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلې دي. په همدې موده کې ۱۷ نور کسان چې پر کورونا ویروس اخته وو، بېرته ښه شوي دي.

د روغتیا وزارت د راپور له مخې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې یې د ۳۵۶ زرو او ۴۷۸ کسانو نمونې کتلي چې د ۵۶ زرو او ۷۷۹ هغو پایلې یې مثبتې ختلي او ۲ زره او ۵۱۲ کسان یې بیا له کبله مړه شوي دي. دغه راز، په دې موده کې ۵۱ زره او ۹۰۲ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته رغېدلي دي.

په نړۍ کې بیا تر ننه له ۱۳۱ میلیونه او ۹۸۵ زره کسان پر کورونا اخته شوي چې له ډلې یې، له ۲ میلیونه او ۸۶۷ زره مړه شوي او له ۱۰۶ میلیونه او ۲۸۸ زره هم بېرته ښه شوي دي.

امریکا، برازیل، هندوستان، فرانسه، روسیه او انګلستان هغه هېوادونه دي چې تر ټولو ډېر کسان په‌کې پر کورونا ویروس اخته شوي او امریکا بیا هغه هېواد دی چې کورونا ترې تر ټولو ډېره قرباني اخیستې ده. په امریکا کې تر اوسه له ۵۶۸ زرو نه ډېر کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام