Asset 1SWN

د کورونا د درېيمې څپې خبرداری؛ تېره يوه شپه او ورځ کې پرې ۸۱ کسان اخته شوي

hayeri_icrc_coronacoverage_kabul_0002-p0mb25dg4ywngstf1wbuixtuqfqouzrib5r7cbpbis

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ويروس ۸۱ کسان تازه اخته شوي دي. دغه پېښې په ۷ ولایتونو کې ثبت شوې دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په ياده موده کې هېڅ کس له کورونا نه دی مړ شوی.

دغه وزارت زیاتوي، په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د ۱ زره او ۱۹۰ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلي او په همدې موده کې بیا ۲ کسان بېرته ښه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د راپور پر بنسټ، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۳۵۲ زره او ۷۸۹ کسانو د کورونا ټېسټونه کړي چې له ډلې یې د ۵۶ زره او ۶۷۶ هغو پایلې مثبتې ختلي او ۲ زره او ۴۹۷ نورو کسانو بیا د دغه ویروس له کبله خپل ژوند بایللی دی. دغه راز، په دې موده کې ۵۱ زره او ۸۰۲ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته رغېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تازه‌ګۍ سره د هرات د عامې روغتيا رييس عبدالحکیم تمنا ياد ولايت کې د کورونا ويروس د درېيمې څپې په ځانګړې توګه د نوې بڼې د خپرېدو خبرداری ورکړی دی.

نوموړي ويلي، په بشپړې توګه واکسين موجود دی او له هراتيانو يې غوښتي، هغه کسان چې له ۵۰ کلونو يې عمر ډېر وي، د کورونا واکسين تطبيق لپاره یې روغتيايي مرکزونو ته يوسي.

د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، تر اوسه په هېواد کې د کورونا ویروس د نوي ډول ۷ پېښې ثبت کړې دي

په نړۍ کې بیا تر اوسه له ۱۳۰ میلیونه او ۸۴۵ زرو نه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي چې له ډلې یې له ۲ میلیونه او ۸۵۱ زرو نه ډېر هغه مړه شوي او له ۱۰۵ میلیونه او ۳۴۳ زرو نه ډېر یې بېرته ښه شوي دي.

امریکا، برازیل، هندوستان، فرانسه، روسیه او انګلستان بیا هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا ویروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دې ډله کې امریکا هغه هېواد دی چې کورونا ترې تر ټولو ډېره قرباني اخیستې ده. په امریکا کې تر اوسه له ۵۶۷ زرو نه ډېر کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام