د حکومت بې‌پامي؛ لسګونو معلولانو لاریون وکړ

لسګونو معلولو کسانو د ولسي جرګې ودانۍ مخې ته له مياشتو پرلت وروسته اړ شول چې لاريون وکړي. اعتراض کوونکي وايي، د معلولانو د حقوقو او امتيازونو قانون مطابق بايد د دولتي ادارو ۳سلنه کارکوونکي معلولان وي؛ خو دا ماده نه ده پلي شوې.

له طالبانو د نی غوښتنه؛ د خبریالانو له وژنو لاس واخلئ!

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی وايي، د خبریالانو او د رسنیو نورو فعالانو وژل جنګي جنایت دی او باید ودرول شي.

نی نن په یوه خبرپاڼه کې له طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو غوښتي چې پر ملکیانو، په تېره خبریالانو او د رسنیو فعالانو له هدف ګرځولو لاس واخلي. دغې ادارې د بشري حقونو د څار سازمان د هغې خبرپاڼې هم هرکلی کړی چې د طالبانو له لوري پر خبریالانو، د رسنیو او بشر حقونو فعالانو هدفي بریدونه په‌کې غندل شوي دي.

د سولې خبرو کې تر اوسه پورې د ښځو د حقونو په اړه بحث نه دی شوی

د حکومت د مذاکراتي پلاوي غړی محمد امین احمدي نن په کابل کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې د سولې په خبرو کې د اندېښنو او  د ښځو کم رنګه ونډې ته په اشاره او همداراز د سولې په خبرو کې د ښځو د حقونو څخه د ځانکړي تعریف د نه موجوديت ترڅنګ وایي، تر دا مهاله  له طالبانو سره د سولې خبرو کې د ښځو د حقونو په اړه بحث نه دی شوی.

غور کې د ښوونکو او درسي امکاناتو د کموالي اندېښنې

د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار د یوشمېر ښوونځیو زده‌کوونکي او امران د دغه ولایت په ښوونځیو کې د ښوونکو له کمښت څخه شکایت کوي.
د غور ولایت د یوشمېر ښوونځیو زده‌کوونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې د ښوونکو او د ښوونیزو امکاناتو د کمښت له امله یې ښې زده‌کړې نه دي کړي.

«د مالیې وزارت له لوري د پراختیايي پروژو د کار پيل ته اجازه نه‌ورکول، ناقانونه دي»

د ولسي جرګې یو شمېر غړو خپله نننۍ عمومي غونډه کې پر مالیې وزارت نیوکې وکړې چې ګڼ شمېر دولتي ادارو ته یې ویلي، ۱۴۰۰ مالي کال کې پر هغو پراختیایي پروژو چې د بوديجې سند کې شاملې هم دي، د دغه وزارت له اجازې پرته کار پیل نه‌کړي.

د يادې جرګې غړي مامور احمدزي وویل، د روان کال د حمل میاشتې په لسمه نېټه مالیې…

کورونا په یوه شپه او ورځ کې ۴ کسان مړه کړي او ۶۲ پرې اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۴ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۶۲ نور پرې اخته شوي دي. تازه پېښې په ۸ ولایتونو کې ثبت شوې دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې لیکلي چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې د ۲ زره او ۳۵ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلې دي. په همدې موده کې ۱۷ نور کسان چې پر کورونا ویروس اخته وو، بېرته ښه شوي دي.