Asset 1SWN

د سولې خبرو کې تر اوسه پورې د ښځو د حقونو په اړه بحث نه دی شوی

amin-p59mxtkk9jggx6pq1pz7vpk82b8tw9madmg4fwyw7c

د حکومت د مذاکراتي پلاوي غړی محمد امین احمدي نن په کابل کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې د سولې په خبرو کې د اندېښنو او  د ښځو کم رنګه ونډې ته په اشاره او همداراز د سولې په خبرو کې د ښځو د حقونو څخه د ځانکړي تعریف د نه موجوديت ترڅنګ وایي، تر دا مهاله  له طالبانو سره د سولې خبرو کې د ښځو د حقونو په اړه بحث نه دی شوی.

نوموړی وايي: « افغانستان کې هغو کسانو ته چې د فکر خاوندان دي، دومره فرصت نه ورکول کېږي، کوم کسان چې یو څه د ویلو لپاره لري، سیاسي کسان یې څنګ ته ساتي، هغوی ته ان د خبرو کولو فرصت نه ورکوي.»

خو د حکومت د مذاکراتي پلاوي بله غړې فوزیه کوفي که څه هم وایي، د سولې د روانو خبرو په اجنډا کې ترټولو اړین بحث د ښځو د حقونو دی؛ خو ټينګار کوي چې له سیاسي جوړښتونو سره د یوې هوکړې رسېدو څخه وړاندې پر دې موضوع خبرې کول ښایي سمه پایله ونه لري.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو له پیل راهیسې په یاد بهیر کې د ښځو د کم‌رنګې ونډې له کبله یاد بهیر له اندېښنو سره مل و.

د ښځو د حقونو فعالانې په یاد بهیر کې د یو شمېر ښځو موجوديت سمبولیک ګڼي او د سولې په بهیر کې د ښځو د حقیقي او معنا لرونکي ګډون غوښتونکي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام