د سولې خبرو کې تر اوسه پورې د ښځو د حقونو په اړه بحث نه دی شوی

د حکومت د مذاکراتي پلاوي غړی محمد امین احمدي نن په کابل کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې د سولې په خبرو کې د اندېښنو او  د ښځو کم رنګه ونډې ته په اشاره او همداراز د سولې په خبرو کې د ښځو د حقونو څخه د ځانکړي تعریف د نه موجوديت ترڅنګ وایي، تر دا مهاله  له طالبانو سره د سولې خبرو کې د ښځو د حقونو په اړه بحث نه دی شوی.

د دولت د سولې مرکچي پلاوی د دویم پړاو خبرو د پیل لپاره دوحې ته ولاړ

د دولت د سولې مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري په یوه ټویټ کې لیکلي چې د دغه پلاوي غړي د دولت له مشرتابه، د ملي روغې جوړې شورا له غړیو، د ملي شورا له رییسانو او غړیو، سیاسي او مدني فعالانو، دیني عالمانو او د ټولنې له نورو وګړو سره تر سلا مشورې وروسته نن د سولې خبرو د دویم پړاو د پیل لپاره بېرته دوحې ته ولاړل.

د دولت د سولې مرکچي پلاوی به سبا قطر ته ولاړ شي

که څه هم ټاکل شوې وه چې د دولت د سولې مرکچي پلاوی نن د سولې خبرو د دویم پړاو د پیل لپاره قطر ته ولاړ شي، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، ټاکل شوې یاد پلاوی په قوي احتمال سبا د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي.