د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د جګړو او ناامنیو پر دوام، له تېرې یوې نیمې اوونۍ راهیسې وسلهوالو طالبانو د کونړ په یوې لېرې غرنۍ ولسوالي، غازي اباد کې خوځښتونه زیات کړي چې د وضعیت د ترینګلتیا له امله تر اوسه سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوي دي. د دغې ولسوالي اوسېدونکي وايي، طالبانو غازي اباد ته ورغلې لارې په ډبرو سره تړلي او په ولسي خلکو یې د څښاک اوبه هم بندې کړي دي.
د دې ولسوالي یو بېځایه شوي کډوال حلیم سلاموطندار ته وویل، اوس مهال غازي اباد کې امنیتي حالت د اندېښنې وړ دی او که همداسې دوام وکړي، نو له دغې ولسوالي به ټول ولسي خلک کډه کولو ته اړ شي. دی وايي، تر اوسه له غازي اباده شاوخوا پنځه سوه کورنۍ بې ځایه شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: « امنیتي وضعیت ډېر خراب دی وروجانه ، ټول خلک رامهاجر شو، کډې نورې هم راووتلې. ورځ تېرېږي او وضعیت خرابېږي. تر اوسه به پنځه سوه کډې راوتلي وي.»
په همدې حال کې دغه بېځایه شوي وايي، حکومت دې د دوی په سیمه کې د حالاتو کابو کولو له پاره جدي ګام پورته کړي، که نه له غازي اباد وربره ناړۍ ولسوالي هم په ورته برخلیک اخته کېدای شي.
ولسي خلک که څه هم له یادې ولسوالي د بېځایه شویو کډوالو شمېر تر پنځو سوو ښيي، خو د کونړ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس عبدالرشید ساپي سلاموطندار ته وویل، تر اوسه دوی له یادې ولسوالي رابېځایه شوي، نېږدې دوه سوه کورنۍ ثبت کړي دي.
هغه وویل چې د اړوند مرستندویه ادارو مشترک ټیم له خوا اسمار ولسوالۍ کې مېشته شویو ۱۶۰کورنیو سره عاجله مرستې شوي او پاتې شاوخوا ۳۵ کورنیو سره به هم ژر مرسته وشي.
د کونړ د بېرته راستنېدونکو او کډوالو چارو رییس په وینا، له غازي اباده کډه شویو په اسمار، شیګل ولسوالۍ، مرکز اسداباد، نرنګ او ځینو نورو سیمو کې اړولي دي.
په ورته مهال د کونړ امنیتي چارواکي هم د غازي اباد ولسوالیي د ولسي وګړیو اندېښنې مني او وايي، طالبانو په یادې ولسوالي کې پر ولسي وګړیو اوبه او لارې بندې کړي دي. د کونړ د پولیسو مشر سمونمل محمدیوسف مظلومیار سلاموطندار ته وویل، وسلهوال طالبان په دې کار سره پر خلکو فشار راوړل غواړي، څو په سیمه کې تحرکات زیات کړي.
هغه وویل: «دوی کوشش کوي، چې یو څه دست اورد پیدا کړي. فعلا له پاره د غازي اباد ولسوالۍ عمومي لار کې یې تېري اچولي، عام خلکو ته په دې خاطر مزاحمت کوي، چې یوه ډرامه جوړه کړي.«
- کونړ کې د هاوان څلور مرمیو پنځه کسان ټپیان کړي او لس ډوله واکسین یې سوځولی
- پر کونړ د پاکستان توغول شويو مرميو کې یوه نجلۍ وژل شوې او د کورنۍ ۴ غړي یې ټپیان دي
- کونړ او پکتیا کې د تاوتریخوالي پر وړاندې اعتراض او د اوربند غوښتنه
قومندان مظلومیار وايي، د دوی له لوري خلکو ته ډاډ دی چې امنیتي ځواکونه سیمه کې دي او ژر به د یادې ولسوالي امنیتي وضعیت عادي حالت ته را وګرځوي.
په همدې حال کې سلاموطندار په دې اړه د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد پوښتلی، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ویلی.
د کونړ غازي اباد ولسوالي کې امنیتي وضعیت په داسې حال کې ترینګلی شوی چې د هېواد په نیږدې ټولو ولایتونو کې جګړې او تاوتریخوالی ډېر شوی او هره ورځ د ولسوالیو د سقوط او بېرته نیولو ضدونقیض خبرونه ورکول کېږي.