Asset 1SWN

سلام وطندار

طالبانو د کمال‌خان بند ۶ ساتونکي وژلي

8FB94B0C-7C27-429D-B472-054D3DF28F6C_w1200_r1-oxdig4u5608rwied9lsia4jpj5k8oc6dqy1akhlor8

 

طالبانو یو ځل بیا د کمال خان بند د ساتونکيو ټولي پر پوستو بریدونه کړي او د عامه ساتنې ۶ سرتېري یې وژلي دي.

د نیمروز ولایت یوه امنیتي سرچینه سلام‌وطندار ته وايي، دغه برید تېره شپه په فتحه کلا سیمه کې شوی چې په پایله کې یې د عامه ساتنې د دویم ټولي ۶ سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

دغه برید په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبانو وړمه ورځ هم د دې ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې ۲۳ افغان سرتېري ووژل او ۳ نور یې له ځانه سره ژوندي یوړل.

د کمال خان د کارونو له بشپړېدو سره په یوه وخت د دغه بند پر ساتونکيو بریدونه هم ډېر شوي دي.

له دې وړاندې ايراني چارواکيو ويلي وو چې حکومت يې ۸۵۰ ميليونه ‌ډالره سيستان ولايت کې د اوبو مديريت لپاره مصرف کړي او د کمال‌خان بند له جوړېدو سره به د ايران دومره شمېر پانګه ضایع شي.

د ايراني چارواکيو په وينا، د سيستان ولايت د اوسېدونکيو ۳۵ سلنه اوبه له کمال‌خان بنده تامينېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام