Asset 1SWN

سلام وطندار

طالبانو په نیمروز کې ۲۳ سرتېري وژلي

Nimrooz-2-oxc0kbcmywf6diz8s2bxf93dwijx20rvv37gi0mje4

په نیمروز کې یوه باوري حکومتي سرچینه وايي، په دغه ولایت کې د ملي اردو پر یوې پوستې د طالبانو برید کې ۲۳ سرتېري وژل شوي دي.

دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده پېښه بېګاه لس بجې د نیمروز ولایت د لارام‌-‌خاشرود پر لویې لارې د دهمزنګ سیمه کې شوې ده.

د سرچینې په وینا، په برید کې د ملي اردو ۲۳ سرتېري وژل شوي او ۳ نور طالبانو له ځانه سره بیولي دي.

سرچینه وايي چې طالبانو د یاد نظامي مرکز ټول تجهیزات او امکانات له ځانه سره وړي او پر شاوخوا سیمو کې یې ماینونه اېښي دي.

دغه حکومتي سرچینه وايي، د ملي اردو سرتېري تر اوسه نه دي توانېدلي چې د قربانیانو جسدونه له سیمې را وباسي.

سرچینه زیاتوي، طالبانو په وروستیو څو میاشتو کې څو ځله پر یاد مرکز برید کړی و او بالاخره یې بېګاه نیولې ده.

یاده سرچینه د نیمروز د ملي اردو پر چارواکو او والي تور پورې کوي چې د جګړې په مدیریت کې پاتې راغلي او پر وخت یې یاد مرکز ته مرستندویه ځواکونه نه دي استولي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ملي اردو د مسوولانو نظر واخلو، خو بریالي نه شو.

خو طالبانو د یوه ویډيويي پیغام په خپرولو سره ادعا کړې چې په یاد برید کې د ملي اردو ۲۷ سرتېري وژلي او ۵ نور یې نیولي دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام